1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش تلاښ کوي په ننگرهار کي مرکز جوړ کړي»

۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چي تروريستي ډله «اسلامي دولت» هڅه کوي په ننگرهار ولايت کي خپلي پښې ټینگي کړي او له بهر نور جنگيالي ورته راروان دي.

https://p.dw.com/p/1HO17
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپل اسوشېتيد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پلويان تلاښ کوي چي په جلال آباد کي يو سيمه ايز مرکز جوړ کړي.

هغه زياته کړې ده چي له هغو افغانانو سره چي له داعش سره ئې بيعت کړی، له عراق او سوريې څخه راغلي جنگيالي هم يوځای سوي دي.

دغه امريکايي جنرال دغه راز زياته کړې ده چي داسي نخښي نښانې هم سته چي د ننگرهار په ځينو سيمو کي افراطي ډلو تلاښ کړی دئ، چي په عراق او سوريه کي د داعش له مشرانو سره اړيکي ټينگي کاندي.

تر دې دمخه ويل سوي ول چي په افغانستان کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پلويان تواندېدلي دي چي د ننگرهار ولايت د ځينو برخو کنترول په خپل لاس کي واخلي.

دغه راز ويل سوي ول چي د دغي افراطي شبکې پلويان د زابل او غزني ولايتونو په ځينو سيم کي هم حضور لري.

روسيې دوو اوونۍ دمخه ويلي ول چي داعش تلاښ کوي د افغانستان په شمال کي ځان ته یو ولايت ونوموي او هغه د داعش په خبره د «اسلامي خلافت» سيمه ايز مرکز اعلان کړي.