1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته نشي رسېدای»

خليل الرحمن اُمېد / کابل۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي داعش ترورستي ډلې غوښتل په افغانستان کې لوی مرکزونه جوړ کړي او له دې لارې منځنۍ اسيا هېوادونو ته ورسي خو زیاتوي چې په دې موخه کې ناکام پاته شوي.

https://p.dw.com/p/1HuwG
انځور: picture-alliance/AP Photo/Rahmat Gul

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چي د دغه هيواد ملي ځواکونه د داعش پر وړاندې ځمکني عملیات کوي خو زیاتوي چې په ځينو حالاتو کې نړیوال ځواکونه هم دهوايي بریدونو همکاري ورسره کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن شنبه (د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ دويمه نېټه) په کابل کې د یوه کنفرانس پر مهال وویل:«د داعش پر وړاندې زموږ ملي ځواکونه په ګډه کار کوي. د پرېکړنده ملاتړ ځواکونه په ځینو خاصو ځایونو کې چې هوايي ځواکونو ته اړتیا وي له موږ سره مرسته کوي.»

«له پاکستان سره اوږده پوله»

د ملي دفاع وزارت وايي چي داعش ډلې غوښتل سږ کال هلمند ولایت خپل لوی مرکز جوړ کړي «خو دا چې د ملي ځواکونو له خوا هلته وځپل شول نو فراه ولایت یې انتخاب کړ.» وزیري وايي یاده ډله یې په فراه کې هم سخته وځپله چې تر هغه وروسته یې نورستان ولایت او بیا یې د ننګرهار ولایت د شینوارو سیمه وټاکله چې له پاکستان سره اوږده پوله لري.

وزیري زیاته کړه چې داعش ډله خپلې هغې موخې ته ونه رسېده چې غوښتل یې په افغانستان کې لوی مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځایه د منځنۍ اسیا پر هېوادونو بریدونه وکړي.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند وویل:« داسې اندېښنه وه چې داعش به په افغانستان کې لوی مرکزونه جوړوي او له هغه ځایه به د منځنۍ اسیا پر هېوادونو بریدونه کوي. خو اوس دا ګواښ له منځه وړل شوی او داعش ډله کمزورې شوې ده، سلګونه عادي کسان او مشران یې وژل شوي دي.»

د طالبانو پرمختګ

یوې وروستۍ سروې داسې ښودلې چې د افغانستان ۵۷ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په لاس کې ده. په نورو کلونو کې به د ژمي په موسم کې وسله والو طالبانو بریدونه نه کول. خو سږ کال په هلمند او بغلان ولایتونو کې هغوی پاته شوي او په درنه جګړه کې له افغان ځواکونو سره ښکېل دي.

دا مهال د هلمند يو شمېر شمالي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي او د ځینو نورو ولسوالیو یوازې مرکزونه له دولت سره پاته دي او په نورو سیمو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري. په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د ملي دفاع وزارت ویاند وايي ملي پوځ نه غواړي چې وسله وال طالبان په دې برخه کې نور پرمختګ وکړي.

د بغلان جګړه

په روان کال کې وسله والو طالبانو تر کندوز وروسته په بغلان ولایت کې فعالیت پیل کړ او د غوري ډنډ او شهاب الدین ډنډ سیمو کې یې د افغان ځواکونو سره جګړې وکړې. دولت وزیري وايي طالبان له ټول  شمال څخه د بغلان جګړې ته راغلي او نه غواړي چې په دې ولایت کې له ماتې سره مخ شي.

وزيري زياته کړه:« که چېرې دولتي ځواکونو غوښتی چې په دوو ورځو کې غوري ډنډ او شهاب الدین ډنډ سیمې چاڼ کړي، که یې له توپ، ټانک، الوتکو څخه ګټه اخستی او کورونه یې ویجاړولی نو وسله والې ډلې به یې له منځه وړې وای. خو زموږ موخه دا ده چې هم هدف په لاس راوړو او هم خلک زیانمن نشي.»

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د بعلان جګړې ته د نورو ډېرو هېوادونو کسان هم راغلي او زياتوي چې په دې ولایت کې به طالبان ماتې خوري. ياد وزارت وايي چي په ياده سيمه کي يې تر دې مهاله ۱۵۴ طالبان وژلي دي.