1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د خپل قاضي القضات سر پرې کړی دئ

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۲, جمعه

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د قاضي القضات ابو جعفر حطاب سر پرې سوی دئ. د راپورونو له مخي د دې کار دليل د مخالفانو او جنگي اسيرانو پر وړاندي د سختو احکام صادرول ښوول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1Eq90
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban

د آلمان د «شپېگل انلاين» د راپور له مخي حطاب د دغي ډلي د مخالفانو پر وړاندي «سخت احکام صادرول». ويل کيږي چي د قضاوت په برخه کي د هغه تعصب او سرسختي حتي د دغي ډلي د رهبر ابوبکر بغدادي له پاره هم تر حد زيات ول. دغه قاضي «تکفير» هم په ډېر افراطي ډول کاراوه.

شپيگل انلاين د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۲۱مه) د دې قاضي په اړه ليکلي دي، چي هغه تر اوسه پوري ډېر کسان په مرگ محکوم کړي ول.

ابوجعفر حطاب په تونس کي د تروريستي ډلي «انصار الشريعه» غړی وو. وروسته بیا هغه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د شرع محکمې لوی قاضي سو.

ولي د داعش د قاضي سر پرې سو؟

شپيگل انلاين د شرع محکمې د لوی قاضي د سر پرېکولو پيښي د توضيح له پاره لومړی تلاښ کړی دئ چي په اسلام کي د «تکفير» موضوع وڅېړي.

شپيگل انلاين ليکي چي د تکفير کليمه په اسلام کي د بحث او جنجال سبب گرځېدلې ده.

تکفير د عربي کلمې کفر څخه مشتق سوې ده او دې ته وايي چي يو مسلمان عالم يو بل مسلمان مرتد اعلان کړي او سزا ئې مرگ ده.

په قاهره کي د الازهر پوهنتون چي ستر اسلامي مرکز بلل کيږي تکفير نه مني. د دغه پوهنتون په زر کلن تاريخ کي تکفير نه دی کارول سوی.

دغه علمي او ديني اسلامي مرکز تېر کال افراطي ډله «اسلامي دولت» د تکفيري او مرتد په توگه پيژندلو څخه ډډه وکړه او اعلان وکړ چي معتقد او مومن انسانان حتی چي هرډول گناه ئې هم کړې وي نه بايد مرتد او تکفيري اعلان سي.

شپيگل انلاين دغه راز اشاره کوي چي تکفير په سعودي عربستان کي کارول کيږي او په دې خاطر دغه موضوع د اسلامي دولت ډلي له دکترين سره برابره ده.

تکفير حتی د اسلامي دولت ډلي د ايديالوژۍ زړه بلل کيږي او شيعه گان ئې مهم دښمنان دي.

حطاب د القاعدې مشر هم کافر او مرتد اعلان کړ

د اسلامي دولت ډلي د شرع محکمې قاضي القضات او د «شرع هيئت» مشر، د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري هم په رسمي توگه تکفير کړی وو. حطاب د شرع هيئت متفکر بلل کېدی.

دغه هيئت د اسلامي دولت ډلي مخالفان لکه په سوريه کي «النصره جبهه» او نوري ډلي چي له القاعدې سره يوځای سوي دي کافري او مرتد اعلان کړي وې.

د اسلامي دولت ډلي ستر قاضي ويلي ول، چي هغه څوک چي کافر مرتد اعلان نه کړي خپله کافر دئ. هغه د تروريستي شبکې القاعدې مشر ايمن الظواهري په دې دليل مرتد اعلان کړ چي په خبره ئې شيعه گان په کافي اندازه دښمنان نه گڼي.

حطاب په خپلو افراطي احکامو سره د اسلامي دولت ډلي خښم هم راوپاراوه.

د «المونيتور» ورځپاڼي په انترنيت پاڼه کي لیکل سوي دي، چي د اسلامي دولت ډلي قاضي القضات او د هغه د همفکران نيول په تيرو څو اوونيو کي پيل سوي دي.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي د نورو نيول سوو کسانو سرنويشت به څه ډول وي.