1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د په کابل کي پر جومات د بريد مسؤليت ومنی

۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبه

داعش ډلې ويلي چي د جمعې په ورځ په کابل کي پر جومات بريد دوی کړی دی. د امريکا متحده ايالاتو او جرمني دغه بريد سخت غندلی.

https://p.dw.com/p/2mHix
Afghanistan Kabul Bomben-Anschlag auf Moschee
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Alizadah

داعش د جمعې په ورځ د شعيه مذهبو پر جومات د ځانمرګي بريد پړه په غاړه اخيستې ده. په دغه بريد کي لږ تر لږه ۳۹ انسانان وژل سوي او ۴۱ نور ژوبل سوي ول.

داعش پر انټرنټ پر خپره سوې خپله يوه خبرپاڼه کي ويلي چي دغه ځانمرګی بريد د «ابو امر الترکمني» په نوم کس له خوا په مسجد کي د خپل ځان الوزولو په ترڅ کي سوی دی. دغه زمان په نوم دغه جومات د کابل په لوېديځ کي واقع دی. داعش د دې څخه تر مخه هم په افغانستان کي پر شعيه مذهبو ورته خونړي بريدونه تر سره کړي دي.

د جمعې په ورځ د غور ولايت کي د سني مذهبو پر جومات هم ځانمرګی بريد تر سره سوی ؤ چي پکښي د يو سيميز جنګي قومندان فضل احد په شمول ۳۳ انسانان وژل سوي ول. اټکل کيږي چي د دغه بريد اصلي هدف همدغه ياد قومندان ؤ.

له لوري د امريکا متحده ايالاتو په دواړو جوماتونو کي بريدونه سخت غندلي دي. په دواړو دغو بريدونو کي د قربانيانو شمېر لږ تر لږه ۶۳ ښودل سوی. د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو د وزارت وياند هيتر ناورت په يوه اعلاميه کي ويلي چي د امريکا متحده ايالات د کابل او غور ترهګر بريدونه او په همدې شان د هيواد په نورو برخو کي دغه اونۍ تر سره سوي بريدونه «بې منطقه او ډارن فعلونه» بللي دي. د دغه وياند په وينا د امريکا متحده ايالات به د افغان حکومت او ولس سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کي دغه غبرګ بريدونه وغندل. د دغه وزارت په وينا آلمان به د دې وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.