1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش يو نړيوال گواښ دئ»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه

د استراليا لومړي وزير د آسيا- پاسيفيک هيوادونو په دوه ورځني کنفرانس کي چي له تروريزم سره د مبارزې په اړه په سيدني کي جوړ سوی دی، د داعش له نړيوال کواښ څخه ئې خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/1Ffca
انځور: Daniel Kalisz/Getty Images

توني ابوت، د پنجشنبې په ورځ د دغه کنفرانس د پرانيستلو پر مهال د کنفرانس گډونوالو ته وويل چي افراطي ډله «اسلامي دولت» نړۍ ته گواښ دئ.

ابوت، داعش ته په اشارې سره وويل: «له دغه شان ډلو سره خبري اتري نه کيږي، له هغوی سره بايد سړی وجنگيږي. دغه تروريستي ډله سيمه ييز فکر نه، بلکي نړيوال تروريستي پلان لري.»

په دغه کنفرانس کي د ۳۰ هيوادونو استازو او دغه راز لويو شرکتونو لکه فيس بوک، گوگل او تويتر استازو هم گډون کړی دئ. د دغي غونډي په اجندا کي له ټوله نيزو شبکو او مدني ټولنو سره د تروريستانو له تبليغاتو سره د مبارزې په برخه کي همکاري هم شاملي ده.

دغه غونډه په داسي حال کي جوړيږي، چي امريکا متحدو ايالاتو عراق ته د نورو ۴۵۰ پوځي روزونکو د لېږلو اعلان کړی دئ.

د آستراليا شمېرې ښيي چي د دغه هيواد نزدې ۱۰۰ وگړي په منځني ختيځ کي له تروريستي ډلو سره يو ځای سوي دي او د هغوی نزدې ۳۰ تنه وژل سوي دي.

آستراليا په پام کي لري داسي يو قانون تصويب کړي چي له مخي به ئې هر هغه دوه تابعيته کس چي په تروريستي فعاليتونو تورن وي آستراليايي تابعيت به ئې لغو کيږي. دې ته ورته يو بل قانون د هغو آستراليايانو له پاره چي دوهم تابعيت نه لري له سخت مقاومت سره مخامخ سوی.

د آستراليا لومړي وزير وويل: «له تروريزم سره د رښتني مبارزې يوازنۍ لار دا ده چي خلک په دې وپوهول سي چي دغه ډله بې معنی ده.»