1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش پر لوېديځ د يرغلونو گواښ کړی دئ

dpa,afp۱۳۹۳ اسفند ۲۲, جمعه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» په يوه ږغيز پيغام کي اعلان کړی دی چي سپينه ماڼۍ، ايفل برج او «بيگ بن» ساعت به والوزوي. په دغه پيغام کي دوی دغه راز د بوکو حرام ډلي بيعت هم منلی دی.

https://p.dw.com/p/1EqKT
انځور: picture alliance/AP Photo

افراطي ډلي «اسلامي اولت» په يوه ږغيز پيغام کي اعلان کړی دئ، چي پر واشنگټن، پاريس او لندن باندي به يرغلونه وکړي.

د دغي ډلي يوه وياند چي خپل ځان ابومحمد عدناني ښيي په يوه ۲۷ دقيقه يي ږغيز پيغام کي په سوريه او عراق کي د دغي ډلي وروستۍ ماتي بې ارزښته بللي دي او روښانه کړې ئې ده چي د دښمنانو تورونه نادرسته دي.

عدناني ويلي دي: «اسلامي دولت به مقاومت وکړي، قدرت به ئې نور هم زيات سي او په پای کي به بريالی وي.»

د اسلامي دولت ډلي وياند بې له دې چي له کوباندي ښاره پر شا کېدو او خپلي ماتي ته اشاره وکړي، وويل: «په کوباني کي جنگ زموږ له پاره بريا حسابيږي. ځکه چي پنتاگون د دغه کوچني ښار د بيرته نيولو له پاره خوشحالي کړې.»

هغه ويلي دي، په داسي حال کي چي امريکا کوچني ښار کوباندي ته سترگي نيولي دي، اسلامي دولت د نړۍ ډېر ستر ښارونه د خپلو يرغلونو هدف گرځولي دي.

عدناني په دغه ږغيز پيغام کي د اسپانيا «غرناطه» ښار، واشنگټن، لندن، پاريس او روم د خپلو يرغلونو احتمالي هدفونو گرځولي دي. هغه ويلي دي: «موږ به سپينه ماڼۍ، بيگ بن ساعت او ايفل برج ونړو.»

د بوکوحرام ډلي رسمي منل

ابومحمد عدناني د بوکو حرام ډلي هغه غوښتنه چي له اسلامي دولت ډلي سره د يوځای کېدو او د ابوبکر بغدادي د بيعت په برخه کي ئې کړې وه، ويلي دي چي د بغدادي له خوا منل سوې ده.

دغه وياند وويل: «موږ تاسو ته دغه ښه پيغام لېږو چي اسلامي دولت د افريقا تر لوېديځه پوري ورسېد.»

عدناني په ټوله نړۍ کي د اسلامي دولت ډلي پلويانو ته وويل: «که د اسلامي دولت ډلي پلويان عراق او سوريې ته په ورتگ کي ستونزي لري، کولای سي له بوکو حرام سره يوځای سي.»

د دغه ږغيز پيغام ريښتنوالی او اعتبا تر اوسه پوري هيڅ يوې سرچينې تائيد کړی نه دئ.

افراطي ډلي بوکو حرام د تيري شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د اسلامي دولت ډلي بيعت ئې کړی او خپل ځان د دغي ډلي يو ښاخ بولي.

بوکو حرام چي تر ډېره د نايجيريا په شمال کي فعاله ده په دې وروستيو اوونيو کي ئې په گاونډي هيواد کامرون کي هم يرغلونه کړي دي.