1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په عراق کې ډیر ډله ېېز قبرونه پریښې دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۸, شنبه

په عراق کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې ملیشه و په شا تمول کیدل په نړیواله کچه د یو بریالیتوب په شکل ولمانځل شو. خو اوس په دغه هیواد د نوموړۍ ډلې له خوا د ترسره شوو زور زیاتیو آثار ورو ورو را څرگندیږي.

https://p.dw.com/p/1IjWy
انځور: Getty Images/J. Moore

په تیرو څو میاشتو کې د «اسلامي دولت» ډلې ملیشه و د عراق له ډیرو سیمو څخه پر شاتگ وکړ، خو په دغو سیمو کې یې تر ۵۰ ډیر ډله ېېز قبرونه تر شا پریښودل. دغه ارقام د عراق له پاره د ملگرو ملتونو ځانکړي استازي جان کوبیس، په نیویارک کې د امنیت شوری ته د وینا پر مهال وړاندی کړي دي.

د جان کوبیس په خبره په هغو سیمو کې چې پخوا د «اسلامي دولت» ډلې ملیشه و تر کنترول لاندې ول د دا ډول درنو جرایمونو ترسره کیدل ورځنې معمول وو.

د وضعیت خرابیدو خبردارئ

جان کوبیس وایې چې دغه ډله ېېز قبرونه په تیرو میاشتو کې د امریکا په ملاتړ د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د عراقي پوځ د عملیاتو پر مهال له دغو سیمو څخه د داعش ملیشه و تر وتلو وروسته موندل شوي دي. کوبیس په عراق کې د وضعیت لا پسې خرابیدو څخه خبردارې ورکړی دی.

د دغو جگړو له امله د عراق د نفوس یو پر دریمه برخه یعنې شاوخوا لس میلیونه وگړي په نړیوالو مرستو پورې تړلي دي. نوموړي دیپلومات د ملگرو ملتوو امنیت شوری ته د وینا پر مهال ټينگار وکړ د هغو کسانو په شمیر کې به لا زیاتوالې رامنځته شي چې اضطراري مرستو ته اړتیا لري.

د کوبیس په خبره د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندی د عراقي پوځ د عملیاتو د شدت موندلو له امله به د روان کال تر پایه پورې په دغه هیواد کې دوه میلیونه نور انسانان هم مهاجر شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب