1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش په کابل کې د الزهرا پر مسجد د برید پړه ومنله

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د کابل په لویدیځه برخه کې پر یوه مسجد باندې د خونړي برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په دې برید کې چې د جمعې په ورځ د لمونځ پر مهال رامنځ ته شو، څلور کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2engC
Afghanistan - Anschlag auf Moschee in Kabul - 2016
انځور: picture alliance/AA/H. Sabawoon

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش، ویلي دي چې دوو برید کوونکو غوښتل چې مسجد ته دننه شي، خو په سیمه کې یوه حاضر پولیس بیا د هغوی مخه نیولي چې له کبله یې نښته رامنځ ته شوې. دغه پولیس بيا په چاودنه کې وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.

د دانش په حواله په دې پیښه کې د دې مسجد د بنسټ ایښودونکي حاجي رمضان حسین زاده، په ګډون څلور تنه وژل شوي او پنځه کسان نور ټپیان دي. چارواکو ویلي دي چې برید کوونکو له پولیسو سره تر نښتو وروسته، ځانونه د مسجد پخلنځي ته رسولي دي.

د سایت په نوم یوې استخباراتي امریکایي موسسې، چې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې پر فعالیتونو څارنه کوي، ویلي دي چې داعش د خپل خبري آژانس اعماق، له لارې، د دغه برید پړه منلې ده.

دا لومړی ځل نه دي چې په افغانستان کې شعیه مذهبه مسلمانان تر برید لاندې راځي او بیا یې داعش پړه پر غاړه اخلي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلاميه کې ویلي دي: «ترهګرو د دین او بشر پر ضد د خپلو جنایتونو په سلسله کې، تیره شپه پر عبادت کوونکو باندې په الزهرا مسجد کې ترهګر برید وکړ.»

په اعلامیې کې زیاته شوې ده چې د برید عاملان غواړي له یوې غوا قومي او سیاسي مخالفتونو ته لمن ووهي او له بلې خوا بیا د ډار او ویرې فضا رامنځ ته کړي.