1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش په کابل کې پښې ټينگې کړي دي»

۱۳۹۶ دی ۲۰, چهارشنبه

شنونکي وايي چې د افغانستان د منځني قشر ځينو چې جهاديان شوي دي له داعش سره مرستې کړې څو له ناآرامه ختيځ څخه کابل ته انتقال شي او پلازمينه د هيواد په تر ټولو خونړۍ سيمه بدله کړي.

https://p.dw.com/p/2qbYb
Syrien Kämpfer Islam Armee Jaish al-Islam Schatten Silhouette
انځور: Getty Images/A.Almohibany

ويل کيږي چې داعش ډلې چې په تيرو ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د کابو۲۰ بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستی دی په کابل کې منظمي هستې لري چې په هغو کې محصلين، استادان او هټېوال شامل دي. دا پرمختگ د کابل د ښاريانو له پاره چې له جگړو ستړي دي او امنيتي ځواکونو له پاره چې د طالبانو پر ضد جگړه کوي، د خطر زنگ دی.

د واشنگټن له وسلن مرکز څخه شنونکی ميشايل کوگلمن په دې هکله وايي: «دا يوازې يوه داسې ډله نه ده چې د افغانستان په وروسته پاته سيمو کې نفوذ لري، بلکې دا د هيواد په پلازمينه کې ډير تلفات لرونکي او خونړي بريدونه کوی. زما په آند دا د انديښنې وړ خبره ده.»

د داعش د خراسان ايالت څانگه (IS-K) چې په افغانستان او پاکستان کې د دغي ډلي د منځني ختيځ له غړيو څخه جوړه شوې وه، په ۲۰۱۴م کال کې سر راپورته کړ. د دې ډلې زياتره غړي د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسيا جهاديان، ناراضي طالبان او نور جنگيالي دي.

دې ډلې د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې په کابل کې د ترسره شوي بريد پړه ومنله او دغه یې په کابل کې لومړی بريد وو. له هغه راهيسې دې سني ډلې پر امنيتي ځواکونو او د شيعه گانو پر جوماتانو او غونډو په کابل کې د خپلې مخ پر پراخيدونکې شبکې په مرسته بريدونه زيات کړي دي.

د کابل په دغه مسجد کي ځانمرگي بريد ۳۰ کسان ووژل او ۴۵ ټپيان کړل
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Alizadah

شنونکي وايي چې په دې ډله کې د شاميليدونکو شمير ډير زیات دی او په برياليتوب سره یې په افغانستان کې د افراطيت يو ډير بډای رگ موندلی دی چې له څو لسيزو راهیسې موجود دی او د انترنت له راتگ سره یې د ځوان ښاري قشر د تمويل لاري چاري هم پراخې شوي دي.

د کړکېچ نړيوال سازمان ځوان شنونکی برهان عثمان وايي: «موږ د يوه داسې نسل څخه خبره کوو چې يو بل ډول زورزياتي او خونړي افراطيت ته یې مخه کړې ده.»

دی زياتوي: «دا بايد د حيرانيدو نه وي چې ځيني ځوانان چې د جهاد په ايديالوژۍ کې رالوي شوي وي د جهاد يو ډير خونړی شکل غوره کړي.» دی وايي چې په کابل کې د داعش مرسته کوونکي او غړي، ښکاره ده چې دلته پټ دي، له خپلو کورنيو سره نورمال ژوند پرمخ وړي، صنفونو ته ځي او کار کوي. دی زياتوي وسله وال د شپې له خوا سره گوري د خپلو فعاليتونو په اړه بحثونه کوي او په ښار کې د هدفونو په نخښه کولو پلانونه جوړوي.

يوه افغان امنيتي چارواکي په دې وروستيو کې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې په کابل کې «د داعش ـ خراسان شل يا تر شلو زياتې هستې فعالي وې.»

برهان عثمان چې په افغانستان کې د وسله والو شبکو کارپوه دی وويل چې دا ستونزمنه ده چې په دقيقه توگه وپوهيږو چې په کابل کې د داعش څومره جنگيالي موجود دي، خو شمير یې په ټولنیزو رسنيو او همدا رنگه په پوهنتونو، ښوونځيو او جوماتانو کې د گمارني د هڅو د دوام له امله نه دی کم شوی.

دی وايي: «د داعش غړي ټول له غريبو کورنيو څخه نه دي، ځينې یې د کابل د منځني قشر څخه دي. ځينې حتی له پوهنتونه فارغ دي او نور یې د ښوونځي شاگردان.» برهان عثمان زياتوي چې له دوی څخه ځینو ديني زده کړې هم کړي دي.

يوه افغان امنيتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې : «د افراطيانو دا نوې څپه هغه نه دي چې بې سواده او د ليرې پرتو سيمو اوسيدونکي دي، بلکې دا زياتره هغه خلک دي چې ښې زده کړې یې کړي دي.»

په افغانستان کې د داعش پراخيدو دا انديښنې زياتې کړي دي چې ښايي دغه هيواد ددې ډلې په نوي مرکز بدل شي او هغه جنگيالي چې په عراق او سوريه کې جنگيدل، ښايي افغانستان ته مخه کړي. خو په افغانستان او منځني ختيځ کې د داعش د اړيکو د څرنگوالي په اړه په دقيقه توگه څه ويل مشکل دي.

AFP(B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: