1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان او پاکستان په هکله د برطانيې دنوي ستراتيژۍ طرحه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

ګوردن براون دافغانستان او پاکستان بحراني سرحدي سيمي دنړيوالو ترهګرو« دروزني ځالي » بولي

https://p.dw.com/p/HhkM
دبرطانيې صدراعظم ګوردن براون
دبرطانيې صدراعظم ګوردن براونانځور: AP

پرون دچار شنبي په ورځ ( د 2009 ميلادي کال د اپريل دمياشتي پر 29 نيټه ) دلويي برطانيې لمړي وزير ګوردن براون ددغه هيواد دپارلمان په مخکي دافغانستان او پاکستان په هکله خپله نوې ستراتيژيکي طرحه اعلام کړل .

افغانستان ته دخپل ناڅاپې سفر څخه دوې ورځي وروسته براون دافغانستان او پاکستان ګډي بحراني سرحدي سيمي دنړيوالو ترهګرو« دروزني ځالي » بولي ،او وايي چې د لويي برطانيې امن ته مستقيما ددغۍ سيمي څخه خطر متوجه دی . له همدې امله په راتلونکي کښي بايد په دغه سيمه کي د يوې پراخي هر اړخيزي ستراتيژۍ دلاري د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وسي .

دغه هدف ته درسيدلو دپاره به دلندن حکومت هم افغانستان ته خپل نور عسکر واستوي ،او هم په راتلونکو څلورو کلونو کي دغه دواړو هيوادونو ته د 1,3ملياردو يورو په اندازه نوري مرستي ورکړي .

براون وايي چي که څه هم زموږ تګ لاري په دغه دواړو هيوادونو کي سره توپير لري ،خو بايد موږ په دواړو هيوادو کي داسي يوه تګ لاره غوره کړو، چي يو دبل متمم او بشپړ کونکی وي . په تيره بيا دپاکستان او افغانستان په ګډو قبايلي سيمو کي چي هم د تندلارو طالبانو او هم دالقاعده دنړيوال اسلامي ترهګري سازمان دغړو دپټيدو اوشا تګ سيمي بلل کيږي ، دامنيت او ثبات دراوستلو مسألي ته بايد دلمړيتوب حق ورکول شي .

کله چي دلويي برطانيي د لمړي وزير ګوردن برون څخه دا پو ښتنه کيږي چي آيا دی غواړي دطالبانو دمشرانو سره دخبرو لاره خلاصه کړي ، په ځواب کي براون وايي چي ما داخبره څو واري تکرار کړې او بيا هم وايم چي زمونږ هدف دادی چي تند لاري طالبان بايد تجريد کړای سي او ددو ی هغه چينې بايد وچي سي چي ددوی دمقاومت ريښې اوبه ورڅخه اخلي . مونږ هيڅکله دطالبانو دمشرانو سره خبري ندي کړي او داخيال هم مونږ نلرو چي له هغوي سره خبري وسي .

دلويي برېطانيې درسمي مقاماتو داټکل له مخي په افغانستان کي دطالبانو دجنګياليو شمير د 5000 په شاوخوا کي اټکل کيږي، چي ددوی زيات کسان قبايلي اوسيدونکي دي چي پيسي اخلي او جنګيږي .

يوازي يو محدود شمير کسان دي چي هغوی دطالبانو لارښونکي مشران بلل کيدای سي او دوی هغه کسان دي چي په افغانستان کي د 2001 م کال په پای کي کله چي دطالبانوتحريک دځواک له مسنده څخه وشړل شو، نودوی قبايلي سيمو ته وتښتيدل او اوس زياتره په کوټه کي ژوند کوي . براون وايي زموږ اساسي هدف دادی چي دطالبانو دغه په اصطلا لار ښونکې ډله تجريد کړای شي . او زه بيا وايم چي موږ هيڅکله ددغي ډلي سره خبري ندي کړي او نه غواړو چي د هغوي سره خبري وکړو .

/ فضلي RS/ BBC

کتونکی : محمد قاسم نوري