1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان ويجاړروغتيايی سيستم

حسن بری۱۳۸۴ خرداد ۲۳, دوشنبه

دطالبانودحکومت له نسکوريدوڅخه څه باندی درې کلونه وروسته هم، دملی اونړيوالوهلوځلوسره سره، دافغانستان په کليواوبانډوکی دروغتونونو، روغتيايی پرسونل او دارو اودرمل ډيرسخت کموالی شته او حتی دافغانستان دپلازمينې کابل په روغتونونوکی هم دروغتيايی مډرنوتخنيکی وسيلولرل تراوسه پوری لا صرف يوه هيله ده اوبس.

https://p.dw.com/p/DMsG
انځور: Bilderbox

په آلمان کی ميشته، دماشومانوډاکټره، ليلا »آرش«، د روان ميلادی کال د اپريل په مياشت کی، په افتخاری ډول، کابل ته لاړه اودميوند دماشومانوپه روغتون کی يی څلوراونۍ دناروغانودرملنه وکړه.
ليلا »آرش« وايی:»له افغانستان سره دډيرومرسته شويوپیسولږترينه برخه دناروغانولپاره خرڅيږی او لويه برخه يی غلطوجيبونوته اچول کيږی.«