1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغاني پوليسودروزلو دپاره نور ښوونکي هم پکار دي

۱۳۸۷ اسفند ۲۱, چهارشنبه

دآلمان ددفاعي چارو وزير فرانس ژوزف يونګ نن يوازي څو ګړيه وروسته له هغي پيښي څخه کندوز ته رسيدلی دی، چي په دغه ښار کي دجرمنيانو دپوځي قشلي په لوردوه توغندي توغول شوي وه ...

https://p.dw.com/p/H9s8
دجرمني ددفاع وزير فرانس ژوزف يونګ په مزارشريف کښي، پرون دجرمنيانو لخوا د روزل سوي افغاني پوليس سره د ليدو پر مهال
دجرمني ددفاع وزيرفرانس ژوزف يونګ په مزارشريف کښي، پرون دجرمنيانو لخوا د روزل سوي افغاني پوليس سره د ليدو پر مهالانځور: AP

يونګ پرون په مزار شريف کي دآلماني عسکرو سره وکتل ،او نن په کندوز کي دآلماني عسکرو او ددغه ولايت دمخوروسره ګوري او بيا به په کابل کي دافغانستان ددفاعي چارو دوزير رحيم وردګ سره هم وګوري . افغانستان ته دخپل دوه ورځني سفر په ترڅ کي يونګ ويلي چي ، که څه هم جرمني به په روان وخت کي افغانستان ته يو څه نور عسکر هم واستوي ،خو ديونګ په عقيده بايد هڅه وسي چي په دغه هيواد کي دبيا روغونوي چار ي سمي پر مخ ولاړي سي ،او دافغانستان دپوليسو اود ملي پو ځ دروزني په لاره کي بايد ډيرکار وشي .

دجرمني ددفاعي چارو دوزير په عقيده بايد اوروپايي ټولنه هم په افغانستان کي دپوليسو دروزني په لاره کي خپل کار ګړندی کړي . په روان وخت کي داوروپايي ټولني له خوا دپوليسو دروزني دپاره څه نانه څه 200 ښوونکي په افغانستان کي خدمت کوي ، په داسي حال کي چي ويل شوي وه، بايد آيپول يا داروپايي ټولني دپوليسو اداره به 400 ښوونکي افغانستان ته واستوي .

داسي پلان شوي وه چي په افغانستان به تر 135000 پوري دپوليسو افراد روزل کيږي ، خو په واقعيت کي تر اوسه يوازي 35000 پوليس په افغانستان کي روزل شوي چي هغوي هم هسي چي ښايي سم ددغي دندي دپاره ندي روزل سوي . ددغي جملې څخه 25000 يې دجرمنيانو له خوا روزل شوي دي .

هغه افغاني پوليس چي دجرمنيانو له خوا روزل سوي دي ، دآلمان ددفاعي چارو وزير فرانس ژوزف يونګ ته يې هرکلی ووايه .

دمزار شريف په ښار کي دافغاني پوليسو دروزني دپاره يو کمپ سته، او په دغه کمپ کي هرکال تر زرو کسانو پوري افغاني پوليس روزل کيږي . ددغه پو ليسانو دروزني دنده دآلمان ددفاعي چارو وزارت پر غا ړه اخيستې ده . او په دې برخه کي داوروپايي ټولني دپوليسو دروزني اداره EUPOL دآلمان ددفاعي چارو دوزارت سره يو تړون لري .

په مزار شريف کي دپوليسو دروزني دکمپ سروال Jörg Barth وايي چي :

« هو دلته کارکول ډير په زړه پوري دي ،که څه هم دکار او روزني شرايط دلته بل خيل ته دي . »

افغانستان ته د جرمني ددفاعي چارو د وزير فرانس ژوزف يونګ سره په دغه سفر کي دآلمان داتحادي پارلمان ځيني وکيلان هم ملګري دي . مثلا Peter Müller د جرمني دمسيحي ډيموکرات د ګوند غړی دی . د ی وايي چي :

«همدااوس په افغانستان کي دپوليسو دروزني دپاره دپوليسو دفدرالي ادارې ، دايالتي ادارې ، ددفاعي چارو دوزارت ، او EUPOL ترمنځ ګډ کار کيږي . »

دجرمني ددفاعي چارو وزير وايي چي افغانستان ته به 600 نور آلماني عسکر هم واستول سي ،ځکه چي سږ کال په دغه هيواد کي دجمهوري رياست انتخابات تر سره کيږي او بيا يونګ دامريکي دمتحده ايالتونو دولس مشر ددې نظر به اړه چي کيدای سي په افغانستان کي دمنځ پلوه طالبانو سره خبري وشي ، وايي چي زه دطالبانو څخه دا غوښتنه کوم چي دوی دزرو زياتي څخه لاس واخلي اوراسي دخپل هيواد په بيرته روغونه کي خپله ونډه تر سره کړي .

ويلټي / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري