1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دامريکا او انګلستان دپاره به پريمن باندي حمله خراب عواقب ولري

۱۳۸۸ دی ۱۴, دوشنبه

په ديترايت کي د يوه امريکايي هوايي شرکت پر مسافر وړونکې الوتکه باندي شنډه شوې حمله کيدای شي وروسته تر دې ځيني عواقب ولري . جمهور رييس اوباما ، که څه هم اوس په رسمي ډول اراده نه لري يمن ته سرتيري واستوي

https://p.dw.com/p/LKzG
په يمن کښي د امريکا سفارت
په يمن کښي د امريکا سفارتانځور: AP

خو ژمنه يې کړې ده چي د حملي عاملينوته به قانوني سزا ته ورکړي . ټيک همدا ښايي په يودام بدل شي، که چيري سړی د يوې نه غوښتل شوي فاجعې عواقبو ته په ځير کتنه وکړي، هغه دا چي : يمن تر اوسه پوري خپله توان نه درلود چي د تروريستي ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي . د سپيني ماڼي يو څو پريکړني خبري هم ښايي په دې لاره کي چندان زياته ګټه ونه وکړي، نه يواځي دسپيني ماڼي ، بلکه د صدراعظم ګوردان براون اقدام هم چي غواړي د جنورۍ په پای کي د يمن په اړه يو نړيوال کنفرانس راوبلي .

ددباندنی نړی د يوې مستقيمي مرستي څخه پرته ښايي يمن په نژدې راتلونکي کي په يواځيتوب سره ونسي کولای ، دندي دعمل په ډګر کي پلي کړي . په همدې وجه متحده ايالاتو لا مخکي يمن ته د همکاری لاس وراوږد کړی دی : امريکايان د څه مودي را په دې خوا يمني امنيتي ځواکونو ته رزونه ورکوي او دغه پروګرام بايد نور هم پراخ کړای شي . که چيري دغه امريکايي روزونکي له ستونزو سره مخامخ شي، نو د يوې مستقيمي او بربڼدي پوځي حملې پر مخ به دراوزه پرانيستې پاته وي .

د ټولو وعدو سره سره چي يمن ته به پوځي قطعات نه استول کيږي او په کوم پوځي اقدام به لاس نه پوري کيږي، د عربي ټاپو وزمي د جنوب په پای کي امريکا او د هغې متحدين د يوه نوي کړکيچ سره مخامخ دي، داسي يو کړکيچ چي مخ ورڅخه اړولی نسي . که چيري سړی نه غواړي چي د تروريزم پر ضد د مبارزې څخه په بشپړه توګه لاس واخلي . د يمن په اړه هماغه منطق څخه کار اخيستل کيږي چي جارج دبيلو بوش د افغانستان په اړه ترې کار واخيست، چيري چي په لومړي سر کي په حمله لاس پوري شو او بيا د يوې پراخي جګړي په ډګر بدل شو . په مؤقتي ډول يمن هم کيدای شي چي د يو داسي نړيوال اخ او ډب ډګر وګرځي .

د وروستي تحول څخه مخکي هم يمن د يو ډول سيمه ايزي جګړې ميدان ؤ او دی : د دغه هيواد په شمال او جنوب کي بغاوتونو ، تروريسي ډلو او ناراضي قبايلو د يمن حکومت له يوې بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی .

د تعجب خبره دا ده چي خارجي نړۍ دا وضعه په خپلو سترګو ليدله، خو مخ يې ورڅخه اړاوه ، لکه داچي ترې خبره نه وي، تر هغو پوري چي خپله ورڅخه اغيزمنه شوه . د امريکا په ديترايت کي شنډه شوي حملې دغي بي تفاوتۍ ته يو وار بدلون ورکړ، لکه چي د سپمتبر د 11 نيټې پيښي د افغانستان په وړاندي دريځ ته بنسټيز بدلون ورکړ، که څه هم له هغه مخکي ټولو ته معلومه وه چي اسامه بن لادن او د هغه پلويانو د هندوکش دغرو په لمنو کي ځان ته ځالي جوړي کړي وې .

د جرمني د دفاع يو پخواني وزير، پيتر شتروک يو وخت ويلي وه چي د لويديځي ديموکراسي څخه د هندوکش په غرو کي دفاع کيږي . دغسي يو نظر اوس هم په آلمان کي ډير لږ خلک مني . باالمقابل د دې لپاره هم چمتووالي نسته چي په افغانستان ، يمن او يا بل هر ځای کي خطر پر ځان ومنل شي، تر څو د تروريستي حملو عاملين عدالت ته کش کړای شي .د انساني لحاظه داسي يو دريځ د تفاهم وړ دی، خو له سياسي او پوځي لحاظه ډير خطرناکه، او لکه څنګه چي د تروريزم پر ضد تر اوسه پوري دتيرو کلونو مبارزې وښودله .

تر ټولو سخته دا ده چي ښايي بل الترناتيف هم وجود ونه لري . د دباندنی نړۍ له بې تفاوتۍ څخه القاعده استفاده کوي ، هغه يې د کمزورتيا نخښه بولي او د خپلو نورو حملو لپاره ترې کار اخلي . نو په دې وجه ددغسي يوې افراطي ډلي سره يو شی ښه جوړيږي : چي هغه د دباندنی نړي کلک سوک او ګذار دي . او بهرني نړي ددې لپاره لاره لټوي، که څه هم ښايي خپله يې اصلاً ونه وغواړي .

فليپ/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري