1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دانتخاباتودغه فوق العاده کال ته په ډير هيجان سره کتل کيږي

۱۳۸۷ دی ۳۰, دوشنبه

روان کال په جرمني کي دانتخاباتو فوق العاده کال دی ،ولي چي دغه کال د پنځو ايالتو، د مرکزي پارلمان او د جمهوري رياست دانتخاباتو تر څنګ د اروپايي پارلمان انتخابات هم ترسره کيدونکي دي ...

https://p.dw.com/p/GbJA
د جرمني دهېسن دايالت د مسيحي ډېموکراټ ګوندمشر ته چه انتخابات يې وړي دي ،د سوسيال دموکراټ ګوندد لمړني کانديدأخوا تبریکي ويل کيږي
د جرمني دهېسن دايالت د مسيحي ډېموکراټ ګوندمشر ته چه انتخابات يې وړي دي ،د سوسيال دموکراټ ګوندد لمړني کانديدأخوا تبریکي ويل کيږيانځور: AP

د ايالتونو دانتخاباتو په لړ کي پرون اول دهېسن دايالت انتخابات تر سره سوه .

پدغو انتخاباتو کي تر ټولوډيري رايي دجرمني ډېموکراټ مسيحي ګوند يوړې ،چي د ټولو رايو37 فيصده برخه جوړوي . د جرمني سوسيال ډيموکراټ ګوند په سلو کي 23 رايې او د جرمني د ليبرال ډيموکراټ ګوند په سلو کي 16 رايې تر لاسه کړيدي . د جرمني ډېموکراټ مسيحي ګوند پدې ډول کولای سي چي د جرمني د ليبرال ډيموکراټ ګوند سره په ګډه ايالتي حکومت جوړ کړي . دغو دواړه ګوندونو څو واره په ايالتي او په مرکزي پارلمانو کي په ګډه مخلوط حکومتونه جوړ کړيدي ،او يو د بل سره د کار ډېره تجربه لري . دجرمني د ډيموکراټ مسيحي ګوندمشري انګېلا مېرکل او د ليبرال ګوند مشر ګيوډو وېسټروېله پرون ماخستن په هېسن کي د رايو ورکولو دپروسې د پای ته رسېدلو پروخت داسي ښکاره کول، لکه په جرمني کي چي ددغه کال پارلماني انتخابات تر سره سوي وي، او لکه دوی چي ټوله دغه انتخابات ګټلي وي، او تور- ژيړ اييتلاف يې جوړ کړی وي .

د جرمني دهېسن په ايالت کي د ليبرال ډيموکراټانو دډيرو رايو په تر لاسه کولو سره ، د جرمني په سنا کي، د واک تناسب هم بدل سوی دی . پداسي حال کي چي د هېسن د پرونيو انتخاباتو څخه دمخه د جرمني په سنا کي، د ډيموکراټ مسيحي اوسوسيال ډيموکراټ ګوندونو ګډي رايې په يو څو رايو سره په اکثريت کي وې، اوس دغه اکثريت له منځه تللی دی .

د مثال په ډول اوس د جرمني ليبرال ډيموکراټ ګوند غواړي ،په سنا کي د جرمني د حکومت د هغه اقتصادي پروګرام د تصويبيدو مخ ونيسي ،کوم چي په جرمني کي د نړۍ وال اقتصادي بحران د اغېزو دکمولو دپاره جوړ سوی دی . ليبرال ډيموکراټ ګوند غواړي چي پدغه پروګرام کي تغيرات راولي او تر هغه وروسته خپله رايه ورکړي .

په راتلونکو مياشتو کي به د جرمني په نورو څلورو ايالتو کي هم د ايالتي حکومتو دپاره انتخابات تر سره کيږي ،چي کېدلای سي بيا په سنا کي تغير راولي .

کله چي په هېسن کي يو کال ترمخه انتخابات تر سره سوه، نو په هغه کي د جرمني مسيحي ډيموکراټ او سوسيال ډيموکراټ ګوندونو هر يوه شپږ دېرش، شپږ دېرش فيصده رايي وړي وې .اوس بيا د سوسيال ډيموکراټ ګوند 23 فيصده رايي وړي دي . مانا دا چي د تېر کال په مقايسه په رايو کي ډېر تغير راغلی دی . نو کېدلای سي چي په راتلونکو نورو ايالتي او پارلماني انتخاباتو کي هم په رايو کي تغيرات راسي .