1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دانفورد به د امريکا لوی درستيز سي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما غواړي چي جنرال جوزيف دانفورد د دغه هيواد د نوی لوی درستيز په توگه ونوموي. دانفورد به په مني کي د ديمپسي ځای ونيسي.

https://p.dw.com/p/1FK8u
انځور: picture alliance/ landov

د امريکايي چارواکو د معلوماتو له مخي ولسمشر اوباما غواړي چي د سه شنبې په ورځ جنرال دانفورد د نوي لوی درستيز په توگه ونوموي.

په دې سره به نو جنرال دانفورد د امریکا متحدو ايالاتو تر ټولو لوړي پوځي رتبې ته ورسيږي او په دفاعي چارو کي به د اوباما اصلي سلا کار وي. پر دې سربيره به هغه د دفاع د وزير اشتون کارتر د تماس اصلي شخص وي.

با تجربه افسر

دانفورد په ۱۹۷۷م کال کي په بوستون کي زېږېدلی او له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۴م کاله پوري په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وو.

دغه ۵۹ کلن جنرال د امريکا د ترټولو مشهور پوځي مکتب رنجر څخه فارغ سوی او دوه واري ئې لوړي زده کړي کړي دي. هغه يووار نړيوالي اړيکي او بيا په سياسي علومو کي زده کړي کړي دي.

دانفورد په داسي وخت کي دغه دنده پرغاړه اخلي چي په افغانستان او عراق کي تر لس کلن پوځي ماموريت وروسته د دغه هيواد په پوځ کي انقلاب رامنځ ته سوی دئ.

واشنگټن پوست ورځپاڼه د امریکا د لويو چارواکو په حواله لیکي چي دغه بدلون به په مني کي رامنځ ته سي.

د جمهور رئيس اوباما له خوا دغه نومونه بايد د امریکا د سنا له خوا تائيد سي.