1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دانفورد: د افغان ځواکونو جګړه ایز ماموریت ګټمن دی

۱۳۹۷ فروردین ۲, پنجشنبه

جنرال دانفورد ویلي دي چې افغان ځواکونو مهمي سیمې مشخصې کړي، څو د ټاکنو له پاره يې امنيت خوندي کړل شي. د هغه په وینا له طالبانو څخه د دغو سیمو د آزادولو له پاره یو لړ پوځي عملیات هم پلان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2ukj0
USA General Dunford beim National Press Club
انځور: Getty Images/M. Wilson

د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزیف دانفورد ویلي دي چې د روان کال په ترڅ کې د خوندي او بریالیو پارلماني او په راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ له پاره انتخابات به د امریکا متحدو ایالاتو د نوي جنګي ستراتیژۍ چې ترمپ په تیر اګست مياشت کې تائید کړه، د بریالیتوب مهم فکتورونه وي.

روانه اونۍ دانفورد په افغانستان کې دی او له لوړپوړو افغان چارواکو سره ملاقات لري. نوموړی همدا راز په شمال کې د مزارشریف او په شرق کې د ائتلافي ځواکونو له قوماندانانو سره ملاقاتونه لري.

دانفورد او نور امریکايي چارواکي د پارلماني ټاکنو د دقیق وخت په هکله ډیر اندیښمن نه دي. دغه ټاکني په اصل کې د روان کال په جولای میاشت کې پلان شوي وې، خو کيدای سي د روان کال د مني تر موسمه پورې وځنډیږي.

د ائتلافي ځواکونو د ستراتیژک پلان جوړولو مسئول امریکايي برید جنرال مایکل فینزل چې له دانفورد سره په دې سفر کې ملتیا کوي خبریالانو ته وویل چې د روان کال په ترڅ کې د ټاکنو مهالویش دومره ارزښت نه لري څومره چې بریالۍ، خوندي او بااعتباره ټاکنې ارزښت لري.

US- und afghanische Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

نوموړي همدا راز وویل چې د ټاکنو ځنډول به ښايي چارواکو ته لا ډیر فرصت په لاس ورکړي چې امنیت ښه کړي او دا ډاډمن کړي چې د ټاکنو څارونکي په هر ځای کې شتون ولري. هغه وویل چې تراوسه پورې هم ډیر کارونه پاتې چې باید تنظیم شي.

د ټاکنو له پاره پلان شوي پوځي عملیات

د چهارشنبې په ورځ په ګمبیري کې له قوماندانانو سره تر کتنې وروسته دانفورد ويلي دي چې افغان ځواکونو په دې سیمه کې د ډیر نفوس لرونکې سیمې مشخصې کړي دي. هغه زياته کړې ده چې يادي سیمي د ټاکنو او امنیت له پاره ډیرې مهمې دي او له همدې امله دوی به د وخت په تیریدو سره وويني چې له ګڼه ګوڼې ډکې سیمې خوندي شي.

د ټاکنو د وخت په هکله د پوښتنې په ځواب کې دانفورد ويلي دي چې ژمنه دا ده چې پارلماني ټاکنې د روان کال په ترڅ کې او ولسمشریزې ټاکنې راتلونکی کال ترسره شي. دانفورد ويلي دي چې د سه شنبې په ورځ له افغان ولسمشر سره پر کتنې سربیره له نورو افغان مشرانو سره د ملاقات پرمهال د ټاکنو د دقیقې نیټې موضوع په بحث کې یاده نه شوه.

نوموړی امریکايي قوماندان چې د افغانستان د جګړې د ارزونې له پاره افغانستان ته تللی همدا راز ويلي دي چې د ټاکنو دقیقه نیټه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په امادګیو پوري اړه لري. دانفورد زیاته کړې ده چې اوس تر ټولو مهمه موضوع د امنیت تأمینول دي ترڅو خلک رایه ورکړي.

Afghanistan Frauen zählen Stimmen aus
انځور: picture-alliance/dpa/O. Matthys

په عین وخت کې تر ټولو ستره اندیښنه په دې وروستيو وختونو کي په کابل کې خونړي بریدونه دي، چې ډېر تلفات لري. همدا د چهارشنبې په ورځ چې افغانانو په ټول افغانستان کې د نوي کال لمړۍ ورځ لمانځله، د چارواکو په حواله په کابل کې د شعیه مسلمانانو پر یوه زیارت د ځانمرګي برید په پایله کې ۳۳ کسان وژل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح په وینا په دې ځانمرګي برید کې چې مسئولیت یې ترهگري ډلي داعش منلی دی ۶۵ کسان نور ټپیان شوي دي.

سربیره پر دې د روان کال په جنوري میاشت کې یو امبولانس موټر برید هم د ۱۰۳ کسانو ژوند واخیست او شاوخوا ۲۳۵ تنه نور یې بیا ټپیان کړل.

تر همدغو خونړیو بریدونو او ډيرو تلفانو وروسته، امریکا متحدو ایالاتو اعلان وکړ چې د طالبانو ضد جګړه کې اوس د کابل امنیت لومړیتوب لري او د امریکا په مشرتوب ائتلاف به دغه ښار ته لا ډیر سلاکاران ولیږي څو له ځايي پولیسو سره ګډ کار وکړي. په عین حال کې د امریکا ځانګړي ځواکونه هم په دې ښار کې ځینې چاپې وهي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: