1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داودزی: د سولې هڅې به پایلو ته نه ورسیږي

مسعود جهش (حسين سيرت)۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني سرپرست وزير عمر داودزي، د خپل کار په وروستۍ ورځ له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې پخوانۍ او بې پایله نسخه تکرار نه کړي، ځکه د هغه په خبره کومه پایله به ونه لري.

https://p.dw.com/p/1DzFN
انځور: Getty Images/AFP

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په ورستیو وختونو کې پاکستان ته سفر وکړ او د دې هیواد د پوځ د مشر په گډون یې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د تړلو دروازو تر شا خبري وکړې. پاکستاني چارواکو له ولسمشر غني سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به مرسته وکړي.

له بلې خوا په وروستیو ورځو کې داسي رپوټونه هم خپریږي چې ولسمشر غني له طالبانو سره پټي خبري له سره پیل کړي دي. ویل کیږي چې افغان ولسمشر همداراز له چین څخه غوښتي دي چې پر پاکستان باندي فشار راوړي، څو د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی سرپرست وزير عمر داودزی، چې تر دې دمخه یې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توگه هم دنده ترسره کړې وه، د سولې پر بهیر باندي اعتماد نه لري.

ازمويل سوې نسخه

داودزي، د پنجشنبې په ورځ (دسمبر ۴مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «په دوستانه ډول ولسمشر ته د یوه داسې کس په توگه چې په دې اړه تجربه لرم عرض کوم، هغه لار چې یې په مخ کې نیولې ده یوه ازمویل شوې نسخه ده. هیله لرم چې دغه نسخه بدله او یو ابتکار وکړي. له پاکستان څخه د سولې په لار کې د مرستې هیله یو آزمویل شوې نسخه ده.»

په داسي حال کې چې ولسمشر غني هیله لرله چې پاکستان ته تر سفر وروسته به په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي، خو تر دې سفر وروسته پر کابل او د افغانستان پر نورو ولایتونو د نویو بریدونو یوه لړۍ پیل شوه.

داودزي وویل چې پاکستان د ولسمشر حامد کرزي په هر رسمي سفر کې ویل چې د طالبانو ډله یې رامنځ ته کړې ده او د دې ډلي مالي ملاتړ کوي، خو ژمنه به یې کوله چې تر دې وروسته به دا کار نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر کرزي د ۱۳ کلن حکومت پر مهال په وضعیت کې کوم بدلون رانه غلی. ولسمشر کرزي شل واري پاکستان ته سفر وکړ، د سولي عالي شورا یې جوړه کړه او د سولې لویه جرگه یې راوبلله.

د حل لار څه ده؟

د افغان حکومت د دغه پخواني چارواکي په خبره د اوسني وضعیت اصلي حل لاره د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د هغوی تجهیز دی، چې گاونډي هیوادونه و نه شي کولای افغانستان ته ځانمرگي برید کوونکي واستوي او سرحدي سیمي د خپلو توپخانو تر برید لاندي ونیسي.

داودزي وویل: «زموږ ځواکونه باید تقویه شي. کله چې ولسمشر موږ ته وایي چې که له پاکستان توغندی راباندي وتوغول شي، بیرته یې په توپ بايد جواب ورکړل شي. موږ امنیتي ځواکونه له ځان سره وایو چې موږ کله توپخانه لرو چې پاکستان په وولو. موږ باید لومړی توپ پیدا کړو او د قدرت له نظره ځان برابر کړو، څو وروسته بیا ورته ځواب ورکړل شي او په خبرو اترو کې له یوه قوي موقفه برخمن و اوسو.»

داودزي روښانه کړه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي به د طالبانو مشر ملا عمر ته د ورور خطاب کاوه خو دې وضعیت ځکه گټه و نه کړه چې د هغه په خبره د جکړې قومانده د بل کس په لاس کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر یوې میاشتي په لږ وخت کې به په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته ورسیږي او افغان ځواکونه به د ټول افغانستان بشپړ امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.