1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل نه شي»

حسین سیرت۱۳۹۲ دی ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۲۰۱۴ کال له رارسیدو سره به د امنیت په برخه کې ټولې پریکړې پخپله افغان وزارتونه وکړي او په دې ترتیب سره به په واقعي توګه د خپل هیواد خاوندان شي.

https://p.dw.com/p/1Ak3A
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه وزارت چارواکو ډاډ ورکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل نه شي. دغو چارواکو ویلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې به افغانستان د ثبات په لور ولاړ شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، د چهارشنبې په ورځ د ۵۰۰ پولیسو د فراغت په مراسمو کې وویل: «موږ څه کم لرو چې و نه شو کولای د دې هیواد امنیت تامین کړو. موږ دا وطن ساتلی شو او په ویاړ سره امنیتي مسوولیتونه منو. موږ به د خپلو نیکونو په څیر په ویاړ سره د دې هیواد ساتنه وکړو.»

د کورنیو چارو وزیر هغو ۵۰۰ تنو پولیسو ته چې په وروستیو وختونو کې یې په ترکیې کې خپلې زده کړې پشپړې کړې دي وویل چې باید په جدي ډول له فساد سره مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه: «د فساد له شومې پدیدې سره مبارزه وکړﺉ. دا زما د کار لومړۍ لومړیتوب دی. له دې کبله غواړم تاسو له ما سره خپله لومړۍ ژمنه په دې اړه وکړﺉ چې له فساد سره مبارزه وکړﺉ.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې په څو راتلونکو کلونو کې به د افغانستان امنیتي ځواکونه داسې یوې سطحې ته ورسیږي چې وشي کولای د ملګرو ملتونو سوله ساتې ماموریتونو ته هم سرتیري واستوي. داودزي روښانه کړه چې د کمیت له لحاظه اوس افغان ځواکونه خپل هدف ته رسیدلي. هغه ټیګار وکړي چې اوس د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو پر لوړولو باندې تمرکز شوی دی.

د ټاکنو له پاره چمتوالی

په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال د حمل میاشتې پر ۱۶ نیټه ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې کیږي. د دغو ټاکنو امنیت ټنګول د افغان امنیتي ځواکونو له ډیرو لویو مسوولیتونو څخه بلل کیږي. همدا اوس افغان امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت ټینګولو له پاره چمتوالی نیسي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د نورو تیاریو تر څنګ یې د یو شمیر ښځینه پولیسو د روزنې هڅې پیل کړي دي ترڅو وشي کولای د ټاکنو امنیت په لا ښه ډول ټینګ کړي.

د کورنیو چارو په وزارت کې د پولیسو د روزنې د ادارې مشر معشوق احمد سیلاب، په دې مراسمو کې وویل: «د ښځینه پولیسو له پاره د کورسونو طرح کول او جوړول د پولیسو د روزنې ادارې اصلي هدف دی. دغه پولیسې به بیا د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان اندیښنه لري چې افغان ځواکونه به و نه شي کولای د ټاکنو امنیت ټینګ کړي.

پر مسلکي زده کړو باندې ټینګار

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې پر افغانستان سربیره هر کال له دغه هيواد څڅه دباندي هم افغان پولیس زده کړې تر لاسه کوي. د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په ۱۳۹۰، ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې هر کال تر ۴۰۰ ډیر افغان پولیسو په ترکیې کې زده کړې ترلاسه کړي دي. ویل شوي دي چې په ۱۳۹۳ کال کې به دغه شمیره ۵۰۰ تنو ته ورسیږي. په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې اوس ۳۶۰۰۰ پولیس د سواد د زده کړې په کورسونو کې مصروف دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب