1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داوکراين دوهم واري انتخابات روس پلوه يانوکوويچ يووړل

۱۳۸۸ بهمن ۱۹, دوشنبه

که څه هم لاتراوسه پوري يې بريا پوره معلومه نده، ځکه چي ددغه هيواد داروپا پلوه لويديزي برخي چي ميرمن تيموشنکو يې مشره ده ، تر منځ اود ختيځي اوجنوبي برخي ترمنځ ويش او جلاوالی چي روسۍ عنعنه لري

https://p.dw.com/p/LvVA
روس پلوه يانوکوويچ
روس پلوه يانوکوويچانځور: AP

ددې سبب کيدای شي چي د انتخاباتو په نتيجه کي يې هم تغير راولي .

دهمدې لپاره دلمړۍ وزيري تيمو شنکو لوري په تاکيدسره غوښتي دي چي سړی بايد د ټاکنودنتيجي انتظار وباسي . دحکومت مشري درايي دورکولو په وخت کي ويلي :

«زه ټولوته دديموکراسۍ دجشن مبارکي وايم چي په هغې کي وګړي خپله اراده آزاده څرګندولای، اودخپل هيواد لپاره نيکمرغه راتلونکې منځته راوړلی شي . ما نوي اوکراين ته خپله رايه ورکړه . يوو نيکمرغه، بډايه ، اوښکلي اوکراين ته . يوو اروپايي هيواد ته . »

دې په عين وخت کي بيا پر يانوکويچ باندي په انتخاباتوکي ددرغليو دکولو تور ولګاوو. دې پردې باندي ټينګار کړيدی چي ټولو دشک وړ نتيجو باندي به دبيا نظر اچولوهدايت ورکړي . اوکه لازمه وي داکنترول به دقضا په مخکي وسي . همدالږه موده دمخه دټاکنو په قانون کي دبد لون راوستل چي د انتخاباتو په کمسيون کي دبدلون دراوستلو په هکله وو،د دواړو کانديدانو ترمنځ دناندرو دمنځته راتلو سبب شو . داچي دا به دپنځه کاله پخوا په شان چي نارنجي انقلاب وشه او پرګنې سړکونوته راووتلې، هيڅ څوک يې په کيف کي دبيا راتلو ګمان نکوي .دډيرو ټاکونکو په نظر هم دا د انتخاباتو دويم ځل د دوبدو کانديدانو تر منځ دواړه بد ټاکل وو.

دمخالف ګوند مشر يانوکويچ ديکشنبې په ورځ پداسي حال کي چي دمطبوعاتو زښته ډير نماينده ګان حاضروه،خپله رايه ورکړه . پدې ترڅ کي ده داسي ښودل چي ډاډه دی چي انتخابات ګټي . خو لکه دتل په شان يې ډيري خبري نکولي .ده يوازي دومره ويلي دي چي :

«ما خپله رايه دبدلون راوستلو ، ثبات، اويووقوي اوکراين ته ورکړه . ټاکني مو ډيری وکړې، اوس ددې وخت ديی چي دبحران دله منځه وړلو په لار کي ګام واخلو ، داګام به متيقنونکی وي . »

نه تيموشنکو اونه یانوکويچ په انتخاباتي مبارزه کي دهيواد دننه بحران په وړاندي مبارزې لپاره کومه نسخه وړاندي کړيده . دوی دواړو ځانونوته دپام داړولو لپاره له داسي ژمنو سره په انتخاباتي مبارزه لاس پوري کړ چي دخلکو زړونه يي ښه وکول اودهغو په خوښه وو . همدغه ډول يې سياسي مخالفينوته بد ويل، اوپدې ډول يې ځانونوته درايو دراټولولو کوشش کاوه .

دمثال په ډول د یانوکويچ د ګوندمرستيال دحکومت دمشري تيموشنکو څخه داستعفی غوښتنه کوله ،او ويل يې چي دايوازني امکان ددې لپاره دی چي خپل سياسي راتلونکي ته نجات ورکړای شي . اوپه عين وخت کي يې داوکراينوپه پارلمان لوړ رادا کي دې ته داعتماد درايي دنه ورکولو خبره کړې وه .د تيمو شينکو اتحاد ډير سست ښکاري . دا بايد اوس دحکومت دمشري په حيث دخپل مقام له لاسه ورکولو څخه وډاره شي . دځينو لويديزوالو کتونکو په نظر داوکراين انتخاباتو سم جريان موندلی دی .

زانډ سونيلا/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري