1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دايران په بنديخانو کي د وهلو ټکولو او تيري تورونه

۱۳۸۸ مرداد ۳۰, جمعه

دايران دحکومت مخالفو سياست مدارنو ، کروبي او موسوي ، ددغه هيواد داستخباراتي څانګي عالی رتبه مامورين په دې تورن کړي دی ،چي دوی دايران په محبسو کي دوهلو، ټکولو او تيريو څخه هم صرفه نه کوي ...

https://p.dw.com/p/JFy3
د ايران د وروستيو مظاهرو د یوه بندي محاکمه
د ايران د وروستيو مظاهرو د يوه بندي محاکمهانځور: AP

لکه څنګه چي نوموړي سياست مداران وايي ، دوی دخپلو دغو ادعاؤ دپاره بيلګي هم لري . اوهسي چي مخالف سياست مداران وايي ، دا موضوع ځکه په روان وخت کي بيا توده شوې چي دايران دولس مشرۍ د انتخاباتوپه پای کي د وروستيونا آراميو له امله همدا اوس هم لږ تر لږه 200 تنه مظاهره کونکي لابنديان دي . او په عين وخت کي ، همداچي په ايران کي بياپر وهلو ټکولو اوجنسي تيريو باندي خبري او جرو بحثونه روان دي ، دا پخپله دايران داسلامي جمهوريت رواني وضعيت تمثيلوي . او په دغه هيواد کي دولتي بحران دې حد ته رسيدلی دي ، چي پر هغه مسايلو باندي هم خبري وسي چي دمخه ورباندي پرده غوړول کيدل .

دايران دنوبل دسولي دجايزې ګټونکې شيرين عبادي چي ډيره عصبي ده ،وايي :

«شاپور کاظمي يوسپين ږيری سړی دی . خو بياهم دی بندي دی،او يوازي په دې دليل سره چي دزهرا رهنورد ورور دی . خو پخپله کاظمي نه کوم سياسي فعاليت لري او نه يې په وروستيولاريونو او اعتراضي غونډو کي برخه اخيستې ده . دی نه دمدافع وکيل دنيولو اجازه لري او نه څوک اجازه لري چي په بند کي دده دليدلو دپاره ورسي . »

که يوڅوک په بند کي د80 کلن شاپور کاظمي ليدو ته ورتلای سي، نو هغه به دده خور زهرا رهنورد وي . زهرا رهنورد چي په ايران کي دميرمنو دحقوقو يوه پلوۍ ده ، دپخواني لمړي وزير ميرحسين موسوي سره يي واده کړيدی .

Buchcover Erinnerungen der verlorenen Gefangenen
انځور: Sure Mehr Verlag

دميرمن شيرين عبادي په عقيده ، دايران درژيم تند لاري غواړي دشاپور کاظمي په بندي کولو سره ، په حقيقت کي موسوي او ميرمن يي وبيروي . خو پخپله موسوي ددې پر ځای چي وويريږي او چوپه خوله پاته سي ، دی هم دکروبي سره هم غږی شوی، او وايي چي رژيم په محبس کي د بنديانو سره ډير ناوړه چال چلند کوي، بنديان وهل او ټکولو کيږي او پر هغوی باندي له جنسي تيريو څخه هم صرفه نه کيږي .

دمخورو بنديانو، لکه کاظمي څخه پرته بيا، نوربنديان کولای سي چي دخپلو خپلوانو او دکورنيو دغړو سره وګوري . مګر دکتني په وخت کي دمحبس پيره داران ګوري چي بنديان دبند او دبنديخانې پر شرايطو باندي خبري ونکړي . خو بياهم بهر ته ځيني معلو ماتونه راوزي . دبشر دحقوقو پلوی حسن اسدي وايي چي :

«داسي نخښي نښاني او بيلګي موجود دي چي سړی ويلای سي په بند کي وهل او ټکول شته دي . مثلا ځينې بنديان په يوه لنډه موده کي زښته زيات ډنګر شوي دي . »

يا يو بل بندي ته ، له بند څخه 53 ورځي وروسته اجازه ورکول شوې ده چي د يوه خپل سره وګوري . دده ميرمن وايي چي دغه بندي دلوږي په اعتصاب لاس پوري کړی ؤ ، خو هيچا ددې پروا نه کوله . ځکه دده دبند دکوټې ور 18 ورځي چا نه ؤ خلاص کړی .

دده ماندينه وايي چي : «دلوږي داعتصاب څخه 35 ورځي وروسته هم دده جسمي او روحي وضع ډيره خرابه وه . ده به نارې وهلې او څو واري يې غوښتل چي ځان ووژني .

شيرين عبادي بيا وايي :

«که چيري په ايران کي عادلانه قضاوت نه کيږي ، نو نړيوال به له حقايقو څخه سترګي نه پټوي ،اوداسي بين امللي محکمې سته چه تيري کونکي تر تعقيب لاندي ونيسي .»

سټيفاني/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري