1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دبګرام محبس به افغانانو ته وسپارل سی

۱۳۸۸ دی ۲۱, دوشنبه

دافغانستان ددفاع وزارت دشنبې په ورځ ويلي دي ،چي افغاني چارواکي به دبګرام محبس د امريکايانو څخه ترلاسه کړي ،او پر دغه خبره باندي ددواړو خواوو تر منځ موافقه راغلې ده

https://p.dw.com/p/LQK7
انځور: AP

ددغي موافقې له مخي به دافغانستان حکومت په راتلونکي کي ددغه محبس کارونه ، لکه دتحقيقاتو، نيولواو بندي کولو، اودمحاکمي مسؤليت يې په خپل لاس کښي اخلي .

په همدې څوو راتلونکو ورځوکي به دهغوکسانو روزنه پيل سي چي ددغه محبس مسؤليت پر غاړه اخلي .

دامريکا يي چارواکو دوينا له مخي به افغانانو ته ددغه محبس دورسپارلو کار د2010 عيسوي کال ترپايه پوري ختم شوی وي .

په بګرام کي 750 کسان بنديان دي چي پر القاعده او طالبانو باندي دبريدونو پر وخت نيول شويدي . ددوی د جملې څخه 30 کسه افغانان ندي ، بلکه هغه کسان دي چي امريکا بیانو په نورو هيوادونوکي نيولي اوبګرام ته يې استولي دي .

دبګرام محبس امريکايانوپه 2006 کال کي د60مليونو ډالرو په لګولو جوړ کی .

RTRD/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري