1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجنګونو ددوام له کبله د شخړي سوله ايز حل نه تر سترګو کيږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

په تايلينډ کښي دقدرت پر سر مبارزه اوس هم روانه ده . د بنکاک د ښارپه منځ کښي نن سهار هم فيرونه او چاودني اوريدل کيدې،او يوازي د پنجشنبه راهيسي لږ تر لږه 37 کسه مړه ،او تر 300 اضافه ټپيان سوي دي

https://p.dw.com/p/NQ4r
انځور: AP

د تايلينډد شخړي سوله ايز حل اوس بيرته ليري سوی دی . د تايلينډ حکومت د سور کميسو د خبرو او مذاکرې پيشنهاد رد کړی دی ، ځکه چه هغه په ډيرو شرطو سره تړلی دی .

د حکومت مخالفينو د اظطراري حالت لغو کيدل ، او د عسکري قواوو بيرته تلل غوښتي دي ،او هم يې خبري او معامله د ملګرو ملتو په وساطت پيشنهاد کړيده . خو د حکومت يوه وياند پانيتان وتاناياګورن وويل چه دا يوه داخلي مسأله ده ،او تايلينډ يې بايد پخپله حل کي . دی وايي ،

«موږ د مخالفينو دا غوښتنه چه خبري دي د ملګرو ملتو په وساطت تر سره سي ، ردوو . د تايلينډ هيڅ حکومت هيڅ وخت اجازه نه ده ورکړې، چي يو څوک دي ددباندي څخه مداخله وکي . موږ کولای سو ، خپل مشکلات پخپله حل کو . خو موږ تيار يو چي د بل چا خبري او پيشنهادونه هم واورو . »

Flash Galerie Unruhen in Bangkok
انځور: AP

په دې منځ کښي د بنکاک په منځ کښي پر سړکانو او کوڅو باندي جنګونه او نښتي دوام لري . د مخالفينو د مورچلو سره په ډيرو ځايو کښي د امنيتي قواوو او مظاهره کونکو تر منځ فيرونه تبادله سوي دي . دوژل سوو کسانو تعداد 37 تنو ته لوړ سوی دی ، او تر 300 اضافه انسانان ټپيان سوي دي .

خاصتأ د لومپيني د پارک سره نژدې د سور کميسو د ساحې او تجارتي مرکز سي لوم په منځ کښي سختي نښتي رواني دي .

د خولالونګ کورن روغتون د ډيرو جنګونو له کبله تړل سوی دی ، او تر هغه وروسته چي چاودني رامنځته سوې ، د نژدې لوکس هوټل دوسيت ميلمانه د هوټل په زيرزمينيو کښي پټ سول .

د بنکاک د يادګاري څلي سره نژدې پرون ماښام ډير خلګ راټول سوي وه ، تر څو د يو څه ليري او مطمين ځای څخه د سينتوري د پارک هوټل سره د فيرونو تبادله وګوري . خولکه يو سړی چي وايي ، دغه ځای هم ډير مطمين نه ؤ ،

«موږ هلته ولاړ ؤ ،چه په يوه پلا زموږ پر خوا څراغان او لايټونه رابرابر سول ، او موږ ژر د هغه ځای څخه وځغستل . ځکه چه لوړ هلته پر بام باندي مسلح عسکر ناست وه . »

د تايلينډ حکومت ، مخالفينوته تر نن ماپښين پوري بيا وخت ورکړی دی ، چه خپلو احتجاجونو ته خاتمه ورکي .

صدراعظم ابهيسيت ويجايي وا د حکومت وسله وال مخالفين د ترهګرانو په نامه وبلل ، او ويې ويل چه اردو بله لار نلري ، بيله دې چي په ډير شدت سره حمله وکي .

پدې منځ کښي د بنکاک په نورو برخو او نژدې ولايتو کښي د سور کميسو پلويانو په مظاهرو او اعتراضو شروع کړيده ، او د تشدد د ختميدو غوښتنه يې کړېده .

بوروفسکي/

کتونکي : محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل