1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دحج د فريضې د اداکولو تر څنګ اقتصادي معاملې

۱۳۸۸ آذر ۶, جمعه

دحج لپاره سږکال ډير ترتيبات نيول شويدي . يو لک پوليس دحج دمراسمودامنيت اوښو ترسره کيدلو غم خوري . 20زره ډاکتران دحاجيانودروغتيالپاره موظف سوي دي

https://p.dw.com/p/Kjlo
انځور: picture-alliance/dpa

او7000دژرپخيدونکو ، اوياتيارو ډوډيو رستورانونه دحج دمراسمو په ساحه کي خلاص شويدي . 60000واړه بسونه حاجيان دحج په ساحه کي ديخوا آخوا بيايي .

دحج په مراسمو کي هرکال دپنځو اوشپږو ملياردو يورو ترمنځ معاملې کيږي .چي پدې کي خپلوانوته دسوغاتونو او دقربانۍ پيسي هم شاملي دي .

دسياحت ددفترونو لپاره حج هرکال دعايد اصلي منبع ده .خوسږ کال دغه دسياحت دفترونه ناراضي دي .ځکه چي لکه هسي چي مصري دسياحت ددفترخاوند ناصر عبدا لله وايي ډيري کسان چي غوښتل يي حج ته لاړ شي دخينځير له والګي څخه ډارشويدي .دی زياتوي :

دمشتريانوپه سلوکي 90 کسو پوښتنه کوله چي مونږ اصلاسږکال حج ته تلی شو .آيا دخنځير دوالګي واکسين کوم خطرنلري ټول متردد وو .په تيره بيا هغه کسان چي پنځه ستوري لرونکو هوټلونو کي ځانونوته ځايونه نيسي، زيادتره زړه نازړه وو ځکه چي دغه کسان ډيره زيادتره پاملرنه ځانته لري .دغه کسان سوداګر دي چي ډيري زياتي پيسي لري خوداخطرپه ځانونو نه مني چي که ناروغه شي اوخپل ديني مکلفيت پرځای نشي کړای او پيسي يې بيځايه لاړي شي بيا به څه کوي .

عبدالله په پنځه ستوري لرونکي هوټل کي دځای اودحج دلارښوني او دشپي او ورځي اوسهارډوډۍ لپاره 8000 يوروغواړي . کله چي دحج عمره لپاره سږکال داګست په مياشت کي د۵لکو پرځای يوازي يولک او30زره تنه سعودي عربستان ته ولاړل دسياحت تصدۍ نا آرامه شوي وې .عبدا الله وايي :

دسياحت ساحې ډيري زياتي پيسي له لاسه ورکړي، دوی دهوټلونودنيولو لپاره پخوا يوڅه پيسي ورکړي وې خو حج ته ډير کمتره کسان لاړل اودسياحت دغو تصديو خپلي پيسي بيرته ترلاسه نکړې .

داټکل له مخي سږ کال دحاجيانوشمير چي سعودي عربستان ته تللی دی په سلوکي 15کم شويدي .اولدي لاري عايد کيدای شي چي يو په دريمه برخه کم شي .سعودي عربستان ته په لمړي نيمايي کال کي په سلوکي 45لږ ذايرين تللي دي .په مکه کي دحج دڅيړنو دمرکز بنسټ ايښودونکی سميع ال امجوي لدينه ډاريږي چي دورځ په ورځ زيادتره تجارتي کيدو له امله دحج اساسي ديني مفکوري ته تاوان ورسيږي .امجوي زياتوي :

دحج اوسني رسميات نور دمکي دښارله تاريخ، دهغه له جوهر، اودحج له جوهرسره کوم سراوکارنلري .که ټول دغه زحمتونه اوډيري پيسي ربړي حل کړاي شي يوازي يو ميخانيکي حج پاتي کيږي چي دانو نور له هغه اصلي پخواني حج سره کوم سروکارنلري کوم چي داسلام پيغمبرمحمد« ص» اويا ابراهيم «ع» کاوو .

دحاجيانو دشمير دلږيدو سره سره سعودي عربستان ددي حساب کوي چي دسياحانو شمير به ډيرشي .همدا پسرلي الماني انجنيرانو دمديني منوري دهوايي ډګر دجوړولو لپاره طرحه وړاندي کړه .او همدغه ډول دمکي معظمي او دجدي دهوايي ډګر ترمنځ ديوو ګړنډي ګاډي لپاره دپتليو جوړول په پام کي دي .ځکه چي دجدي دهوايي ډګرله لاري ډير زيات حاجيان سعودي عربستان ته راځي .

هانس/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري