1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دداعش پرضد دعراق، سوريې او روسيې گډه مبارزه

آژانسونه/محمدقاسم نوري۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبه

دهغوی گډ دښمن اسلامی دولت-ISډله ده. په همدې خاطر عراق، ايران ، روسيه او سوريه غواړي د هغې پرضد یو اتحاد جوړ کړي. خو دا کار دنړیوالو انتقادونو سره هم مخامخ سوی دی.

https://p.dw.com/p/1GeCO
Irak / IS / Islamischer Staat / Irakischer Soldat
انځور: picture-alliance/dpa

د اسلامی دولت-ISډلي یا پخواني داعش پر ضدپه مبارزه کي عراق غواړي د سوريې، روسيې او ايران سره په گډه یو اییتلاف جوړ کړي. دغه خبر عراقي چارواکو ورکړی دی. د عراق پوځ خبر ورکړی دی ، چي په استخباراتي او امنیتي برخه کي د گډي همکارۍ نوموړې موافقه دداعش سره د روسي تندلارو دنژدې کیدو له کبله د مسکو د مخ پر ډیریدونکی اندیښنې پر اساس تر سره سوې ده.

انټرفکس خبري آژانس د پوځي او ډیپلوماتیکو کړیو د معلوماتو پراساس رپوټ ورکړی دی ، چی د عراق په پلازمېنه بغداد کي به د ټولو څلورو هيوادونو نظامي استازي سره راټول سي. د همدغه رپوټ له مخي وروسته کیدلای سي ، دگډو تأسیساتو له لاري د داعش پرضد گډ نظامي عملیات هم تر سره سي. دغه گډه همکاری په سیمه کي د روسيې نفوذ هم تقویه کولای سي.

روسيه له سوريې څخه ملاتړ کوي

روسيې په دې وروستیو وختونو کي په سوريه خپل نظامي حضور زیات کړی دی. پردې سربیره مسکو د سوريې دواکمن بشارلاسدیو نژدې متحد دی. اوس نود ملګروملتونو په عمومي اسامبله کي چي د ددوشنبه په ورځ په نیویارک کي دایریږي ،د جمهوررييس ولاد يمير پوتين وینا ته په هیجان سره انتظار ایستل کیږي ، په کومه کي چي به نوموړی د اسلامی دولت-ISډلي سره د گډي مبارزې غوښتنه وکړي. روسيه ، سوريې ته د عسکرو لیږل نه ردوي او د غربي هيوادونو د معلوماتو پراساس یې هلته وختي لا نظامي اډې جوړي کړي دي.

لویدیځ دغه بهیر ته د شک په سترگه گوري او د اسد سره د مسکو پر پوځي مرستو باندي انتقاد کوي.