1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دديوال ترچپه کيدو وروسته د شرقي المان اتباع اوس څه فکر کوي

۱۳۸۸ آبان ۱۵, جمعه

څو کاله دمخه د غربي المان اوسيدونکو د شرقي المان پر اوسيدونکو دا تور لګاوه ، چه دوی ډير شکايتونه کوي ، او يا دوی شايد پخوانی شرقي المان بيرته غواړي

https://p.dw.com/p/KPsl
انځور: dpa

همدغسي خبري اتري په اوسنيو وختوکې د ټاکنو د بعضي حالتونو او د خلکو څخه د پوښتنو په نتيجه کې په ډاګه تر ستر ګو کيږي ، خو يوه خبره حقيقت دي او هغه داچې د 20 کلونو وروسته د شرقي المان وګړي د سوليز انقلاب نه وروسته په کوم روحي يا رواني حالت کې دي ، پدي هکله يو کوټلي ځواب نشته ! پخوا به ډير ژر د شرقي المان په پخوانيو څيزونو باندي ژر نيوکه کيده ، او په همدغه تړاو د غربي المان په يو شمير سترو ښارونو کې د اوسي ليډن يا د شرقي المانيانو د دوکانونو په تړاو کومو چې به د شرقي المان توليدات يا توکي خرڅول ، يو څه ناندري هر وخت موجودي وي ، پدي هکله لاندي د خلکو څخه پوښتنو ته ستاسي پاملرنه غواړم او ټون ... ما غوښته چې په لمړي ځل دغه عرضه شوي توکي وه ګورم ، او څه چې مي خوښ شوه ، نو هغه بيا اخلم ، لکه د لمبا څيزونه ، د لمبا زګ ، او داسي نور ، چې په اصل کې د پخوا څخه ورسره اشنا يې لرم ، د پورتنيو پوښتنو په نظر کې نيولو سره د شرقي المان کيسي اوس يو تير شوي حالت دي ، خود ا بايد سړي وه وايې چې پدي هکله د شرقي المان د وګړو حساسيتونه پاتي دي او همدغه حساسيتونه د خلکو نه د پوشتنو د شميرني په نتيجه کې سړي په ګوته کولي شي پدي هکله د لايپڅيګ د ښار ډاکټره شټوبل ريشتر چې د سولي او د شرقي المان د وګړو د رضايت ديوي شټوډيو غړي ده ، وايې چې پورتني څيړنيز مرکز په اصل کې د شرقي المان د وګړو د ژوند طرز او طريقه په تيرو 22 کلونو کې تر مطالعي لاندي نيولي ده ، پدي هکله لمړي پوښتني په اصل کې 1087 ميلادي کې پيل شوي ، پدي هکله شټوبل وايې او ټون... په هغه وخت کې يو امن او امنيت موجود وه ، اګر چې هغه وخت منفي اړخونه هم درلوده ، د بيلګي په توګه په هغه وخت کې ما د پوهنتون د خلاصيدو نه وروسته ، دولت د دريو کلونو د پاره چې هر ځاي ته وه غواړي ما ليږلي شي ! ليکن زه پدي پوهيدم چې ، کله زه د تحصيل څخه خلاصه شم ، نو زه به حتمي يو ځاي کي مقرريږم ، او يا به پوهنتون کې د يو استاذ په حيث کار کووم او بدي هم پوهيدم چې د هغه ځايه به کوم بل ځاي ته هم ليږل کيږم ، په اصل کې په ژوند کې دا نقطه چې يو امنيت موجود وه ، ډيره مهمه ده ، او دا د اوچت ارزشت لرونکي ده ! د خلکو نه د پوښتنو شميريې دا په ډاګه کړي ده چې په بنسټيز ډول لا ټولنيز ارزشتونه شته دياو د ډيرو کلونو په تيريدو سره لا دغو ارزشتونو خپل ارزشت ندي کم کړي او همدغه په اصل کې يو دليل او لامل دي چې ، د شرقي المان وګړو د پخواني سياسي سيستم څپرکي تړلي ، خو د خټيز او لويديز ګډ المان په ګرمه غيږ کې لا ګرم شوي ندي .

ګريس /ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري