1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درغلۍ، ناامني او د خلکو ناهیلي؛ د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د کابل په یوه څنډه کې په سونو کارکوونکي د بایومتریک الو په آزموینې بوخت دي او هڅه کوي چې په راروانو ولسمشر ټاکنو کې د درغلو مخه ونیسي. په افغانستان کې تیرې څو ټاکنو تل د پراخو درغلیو له تورونو سره مل وې.

https://p.dw.com/p/3Pw9n
Afghanistan Kabul | Aktion von Kandidatinnen die nichts ins Parlament gewählt wurden
انځور: DW/G. Adeli

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په سونو ځوان کارکوونکي په دې هڅه کې دي چې د سپتمبر د ۲۸مې نیټې له پاره د پلان شویو ولسمشریزو ټاکنو له پاره وروستی تخنیکي چمتوالی ونیسي.

د ټاکنو پر کمیسیون باندې هم فشارونه دي، ځکه دغه کمیسیون باید په تیرو ټاکنو کې د درغلو د تورونو له کبله خپل اعتبار ته رسیدلی زیان له منځه یوسي. له بل اړخه په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د افغانانو د ګډون کچه هم د دې ټاکنو اعتبار لوړولی او یا هم ټیټولی شي.

طالبانو پر ټاکنیز بهیر باندې د بریدونو ګواښ کړی دی. دې ډلې د همدې اوونۍ په پیل کې د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین باندې برید وکړ او ۲۶ تنه یې ووژل.

د افغانستان په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون لږ وو. په ۲۰۰۹م کال کې د رایو د شرایطو پوره کوونکو افغانانو له ډلې څخه یوازې ۳۲ سلنه یې خپلې رایې کارولې وې. د ۲۰۱۴م کال د رای ورکوونکو له پاره د اعتبار وړ شمیرې په لاس کې نه شته. هر ځل د ټاکنو پر مهال او تر هغه وروسته د پراخو درغلیو تورونه لګول شوي دي: په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴م کال کې.

هغه وخت عبدالله او غني دواړو د بریا ادعا کړې وه چې په پایله کې یې افغانستان په میاشتو له کړکیچ سره مخامخ وو. دواړه بیا د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د فشارونو په پایله کې سره یوځای کار کولو ته چمتو شول او د ملي یووالي حکومت یې جوړ کړ.

په ۲۰۱۹م کال کې یو ځل بیا اشرف غني او عبدالله عبدالله، د ټاکنو له پاره دوه مخکښ نوماندان بلل کیږي ځکه نو یو شمیر کسان ویره لري چې د ۲۰۱۴م کال وضعیت به یو ځل بیا تکرار شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو له بنسټ څخه صغرا سادات، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «خلکو په تیرو ټاکنو کې د درغلیو له کبله خپل باور او اعتماد له لاسه ورکړی دی.»

هغې زیاته کړه: «تر اوسه پورې ټاکنیز پنسټونه د دې اعتبار په بیا رامنځ ته کولو کې پاتې راغلي دي.»

په مخ کې پراته سخت کارونه

که د ټاکنو پر بهیر اعتبار نه وي، نو خلک زړه نه ښه کوي چې د ګواښونو پر منلو سربیره خپلې رایې وکاروي. دا په داسې حال کې چې د ټاکنو ګټونکې باید له قوی ملاتړه برخمن وي چې تر انتخاباتو وروسته وشي کړای له طالبانو سره د سولې خبرې پر مخ یوسې.

طالبانو تل ولسمشر غني د واشنګټن لاس پوڅی بللی او له هغه سره یې له مستقیمو خبرو اترو ډډه کړې ده. دغې ډلې په میاشتو مياشتو له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې چې په پایله کې یې د افغانانو تر منځ خبرو ته هم لاره هواریده. خو دغه خبرې اترې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، په پریکړه په ټپه ودریدې.

که د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات یوې پایلې ته رسیدلې وای، نو بیا به د افغانانو تر منځ د خبرو چانس رامنځ ته شوی وای چې پکې پر اوربند او نورو مهمو موضوعګانو باندې بحث کیدلی شوای.

ولسمشر غني په وار وار، سره ټینګار کړی دی چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشري او د هغوی تر منځ وي. هغه وایي، که بیا وټاکل شي نو د افغان حکومت په ګډون به د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د ټاکنو کمیسیون: دا ځل ټاکنې له پخوانیو توپیر لري

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستاني، له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې ډاډ ورکړی چې دا ځل به ټاکنې متفاوتې وي ځکه په خبره یې «کمیسیون پر قوانینو، قواعدو، پروسیجرونو او میکانیزمونو باندې کار کړی دی چې د درغلیو مخه ونیسي».

هغې زیاته کړې ده چې د ۳۴ ولایتونو ټاکنیز سوپروایزران د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ په څیر خپلواکو سازمانونو په حضور کې په کار ګومارل شوي دي.

هغه وایي چې د بایومتریک الې به هم د درغلیو په مخنیوي کې مرسته وکړي. خو دغه الې په ۲۰۱۴م کال کې هم کارول شوې وې او د ستونزو د حلولو پر ځای د هغوی د ډیریدو لامل شوې. نورستاني وایي چې دا ځل اړین اقدامات شوي او د کمیسیون کارکوونکو ته روزنې ورکړل شوې دي.

د ټاکنو امنیت؛ تر ټولو لوړ لومړیتوب

په راروانو ټاکنو کې د رای ورکولو له پاره ۹،۶ میلیونه کسانو نوملیکنه کړې ده خو دغه کسان ښايي د بریدونو ګواښونه زړه نا زړه کړي.

همدا اوس نزدې ۶۰۰ د رای ورکولو مرکزونه د امنیت د نه شتون له کبله له حسابه ایستل شوي دي. له دې سره نو د ټاکنو د امنیت ډ ټینګولو له پاره ځانګړي شوي ۷۲۰۰۰ ځواکونه د ۴۹۴۲ مرکزونو د امنیت په ټینګولو بوختیږي.

خو دا چې څومره افغانان به زړه ښه کړي چې د طالبانو پر ګواښونو او د ټاکنو پر سابقې سربیره بیا هم د رای ورکولو په موخه له کوره ووځي، ښايي یوازې د سپتمبر پر ۲۸مه نیټه روښانه شي.

(ms/ nz (afp