1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درواغ ويل انسان ناروغه کوي

۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبه

په ناسمو عذرونو، منافقانه دلچسپيو او بهانو سره موږ ټول درواغ وايو او په دې توگه ځان له لانجو او شخړو ساتو. خو دا کوچني درواغ چې څومره بې ضرره ښکاري هومره بې ضرره نه دي. دا ښايي انسان ناروغه کړي.

https://p.dw.com/p/2pgb6
Symbolbild Kopfschmerzen Migräne
انځور: Andrzej Wilusz/Fotolia

د لندن د «ساينس موزيم» يوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې دا جمله چې خير او خيريت دی، زه بيخي ښه يم! هغه درواغ دي چې انسانان یې تر ټولو زيات يو بل ته وايي. سربيره پر دې د هغه ناسم عذر چې «موبايل مې سگنال نه درلود» تر څنگ تر ټولو زياته ناسمه خبره يا درواغ چې په اروپا کې یې انسانان يو بل ته وايي دا دي چې «تا ډير وزن بايللی دی.»

د «سپلندد ريسرچ» د باراز د څيړنې مرکز په يوه نظر پوښتنه کې راغلي چې تقريباً ۶۰ سلنه آلمانيان په خپل ورځني ژوند کې درواغ وايي. څيړنو ښوولې چې زياتره انسانان په لسو دقيقو خبرو اترو کې لږ تر لږه يو درواغ حتمي وايي. خو دا چې دا شميرې کره دي او که نه، ارزونه یې مشکله ده. ځکه څيړونکي بايد په دې باور وکړي چې د سروې په ترڅ کې پوښتل شوي کسان د خپلو درواغو په اړه رښتيا ووايي، که نه.

له مجبورۍ درواغ 

کله چې دويچه ویله فيسبوک پاڼي له خپلو کارونکو څخه دا پوښتنه وکړه چې دوی ولې درواغ وايي؟ نو يوه کارونکي په ځواب کې داسې وليکل: «زه درواغ وايم څو مې مور راضي وي.» د پوښتل شويو کسانو ۴۹ سلني ويلي دي چي د يو چا د خوشالولو په وجه درواغ ويل سم کار دی.

د کسل پوهنتون ټولنیز ارواح پوه مارک اندرې راينهارد په دې هلکه وايي: «د انسانانو خپل منځي اړيکې هغه وخت سمې پرمخ ځي چې يو د بل خود اعتمادۍ ته زيان ونه رسوي.» دی زياتوي له همدې امله يوه داسي ټولنه چې درواغ پکښې نه وي، تصور یې مشکل دی. دی وايي: «موږ د خپل ځان په اړه د منفي معلوماتو او هغه ډول خبرو په هلکه چې د ځان له پاره زموږ تصور زيانموي، ډير حساس يوو.»  دا چې رښتيا ويل زياتره بل ته تکليف رسوي نو ځکه موږ درواغو ته مخه کوو.

لږ درواغ: لږ سر دردي او لږ ژور خفگان

خو درواغ ويل آسان کار نه دی. ځکه ډير درواغ ويل سړی ناروغه کوي. هغه کوچني درواغ چې موږ یې د نورو د خوشاليو او يا د ځان د ساتلو له پاره وايو، کولای شي زموږ فزيکي او روحي روغتيا ته زيان ورسوي. زيات درواغ ويل او تل چاته دوکه ورکول، د انسان بدن ډير ستړی کوي. د ارواح پوهې انيتا کيلي په مشرتوب د «امريکا د نفسياتو ټولنې» يوه څيړنه ښيي چې لږ درواغ ويل روغتيا ته گټه رسوي.

Symbolbild Lügen
انځور: Fotolia/sakkmesterke

د دې څيړنې په ترڅ کې ساينس پوهانو يوه ډله کسانو ته لارښونه وکړه چې دوی د امکان تر حده په اصطلاح د « white lies » يا د ورځني ژوند کوچنيو درواغو څخه ډډه وکړي. په دې کې يوازې بهانې او ناسم عذرونه نه دي شامل، بلکې هغه لافې چې سړی یې د چا د پاملرنې د ترلاسه کولو او يا د ځان په اړه د ليوالتيا د زياتولو په موخه کوي، هم راځي.

کارپوهانو پر يوې داسې ډلې چې په ورځني ژوند کې یې ناسمو عذرونو، بهانو او لافو ته دوام ورکړی، دا وڅيړله چې د لږو درواغو ويل په څيړنه کې د شاملو کسانو پر روغتيا تر کومه حده اغيز کوي او څه بدلون پکښې ليدل کيږي.

دې کسانو تر لسو اوونيو وورسته وويل چې دوی لږ ستړي کيږي او زړه تنگي او خفگان یې لږ شوی دی. همدا راز دوی وویل چې سر دردي یې يا لږ شوې او يا هم بيخي له منځه تللې ده. پر دې سربيره له نورو انسانانو سره یې پر مناسباتو هم د لږو درواغو په ويلو سره منفي اغيز نه دی شوی، بلکې برعکس، دغه مناسبات ښه شوي او ژور شوي دي.

د مينې له پاره درواغ

د دويچه ويله د فیسبوک يوه کارونکي لیکلي: «زه ويره لرم چې نور به پر هغې گران نهه يم، ځکه درواغ وايم.»

هره لافه، هره بهانه او هره ظاهري خندا له همدې کبله يوازې دا موخه نه لري چې سړی د بل پرځان باور ته زيان رسول نه غواړي يا بل ساتي، بلکې اصلي هدف یې د خپل ځان ساتنه ده. ځکه موږ ټول غواړو چې د نورو خوښ اووسو او شخصيت مو جالب وي.

خو که څه هم چې موږ تل درواغ هم وايو خو په اصل کې مو له بل چا څخه تمه دا وي چې تل رښتينی وي. د «امريکا د نفسياتو ټولنې» د دې نظر پوښتنې څيړونکي په دې عقيده دي چې انسان په غير شعوري توگه د خپلو توقعاتو نه پوره کيدل درک کوي. له همدې کبله ډير زيات درواغ د انسانانو ترمنځ واټن او بې باوري زياتوي.

يوليا ويرگن/ب.س