1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دروضې پارکونه پاک او نيالګي ايښوول سوي

۱۳۸۹ فروردین ۳, سه‌شنبه

د نوی کال د لمانځلو پر وخت د مزارشريف د روضې د شاوخوا پارکونه پاک او نيالګي او ګلان پکښی ايښوول سويدي

https://p.dw.com/p/MZu5
انځور: Alizadah und Asir

د1389 لمريز کال په لومړی ورځ دمزارشريفښار دسل ګونو زرو کسانو کوبه ؤ . ددغه ښار په زړه کی چی دحضرت علي کرم الله وجهو مزارپروت دی ،هر کال پکښي دمولا جنډه پوره کيږي .

سږ کال ددغه جشن دلمانځلو اوجنډې دپورته کولو د نندارې دپاره دافغانستان د مختلفو ولايتو څخه په زرګونو خلک مزارشريف ته راغلی ،اودحضرت علي کرم الله وجه دمبارک علم پورته کولو ته يې ساعتونه تير کړل .

دپکتيا اوسيدونکی غرخان چي په همدې خاطرمزارشريف ته راغلی ؤ، وايي « ماته دمزارشريف ښار ډير ښه خوند راکوي اوزه راغلی يم چه دسخی بابا دجنډې دپورته کولوپه مراسموکي ګډون وکړم اوزه ډير خوښ يم چی دلته يم »

دخوست ولايت اوسيدونکی حسن ولي بياوايي چي زه دمزارشريف په څيره کي ډير ښه بدلون وينم اومزارډيرښايسته ځای دی اوزه فکر کوم چی په دغه ولايت کي دبيارغونی کارونه ډير ښه ترسره سويدي »

په همدې هدف دسخی بابا دمزارمنارونه په رنګارنګو څراغو ښايسته اوتزيين سوی دی، اودشاوخوا پارکونه اوچمنونه يې هم په ډول ډول نيالګيو اوګلانو ښايسته سويدي، اوهمداډول دپارکونو فلزي کټارې ښکلي رنګ سوي دي .

دروضې مبارکي دموزيم مسؤل عبدالقيوم انصاري وايي چي دروضې دتزيين اوښاسته کولو په برخه کي ملی سوداګرو مهم رول بازي کړی دی .

دی وايي ،

« دروضې مبارکي دتز يین کار دوې مياشتی دمخه پيل سوی ؤ او پر دغو تزييناتو 200000 ډالره لګښت راغلی چي دغه پيسې دملي تجارانو لخوا ورکول سویدي »

نوموړي ووويل چي دروضې مبارکي دکاناليزاسيون اونورتخنيکي کارونه هم دمربوطه دولتي ادارولخوا برابرسوي دي .

ښاغلی انصاري وويل چي پردې ټولو سربيره 50 تختې غالۍ اوپو تعدادا دسروزرو قوبي هم دملي تجارانو لخوا د روضې سره مرسته سوي ده .

دبلخ ولايت دولتي چارواکي وايي چي ددغه جشن دلمانځلو دامنيت په منظور د6000په شاوخواکي دولتي سړي هم دمزارشريف ښار دننه او دباندي په دندوګمارل شوي دي ،اود امنيتي پلوه کومه انديښنه نه ليدل کيږي . دنوروز جشن چي دمزارشريف څخه سرچشمه لري دهرلمريز کال په لومړی ورځ دحضرت علي کرم لله وجهو دجنډې په پورته کولو لمانځل کيږي ا ودغه مبارک علم د40ورځودپاره ولاړ وي . په دغو 40 ورزو کي پرمزارشريف سربيره په نورو ولايتو کي هم په زيا رتونو کي جنډې پورته کيږي اوخلک دخپلو سيمو دډول ډول دوديزو اوکلتوري ميلو اوجشنو په ترسره کولو دغه ورځي په خوشحالی سره تيروي .

عبدالحميد صافي

کتونکي : محمد قاسم نوري