1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دريا: لومړۍ اختر پر کور تيروم

فرهاد دريا/ مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۱۸, جمعه

له افغان سندر غاړي فرهاد دريا سره د دويچه ويله ځانگړې مرکه. دريا وايي لومړۍ اختر دئ چي له خپلي کورنۍ سره ئې يو ځای خو په جلا وطنۍ کي تيروي.

https://p.dw.com/p/19NAC
Farhad Darya, der bekannteste, lebende Sänger Afghanistans, bei einem Konzert in der nördlichen Stadt Mazar-e Sharif Das Bild hat uns Farhad Darya selbst zur Verfügung gestellt. Copyright: Farhad Darya
Farhad Daryaانځور: Farhad Darya

دريا: د سلامونو او میني په وړاندي کولو سره، د کوچني اختر د اجابت لوی جشن، د نړۍ ټولو مسلمانانو او بیا په خاصه توګه خپلو مومنو هیوادوالو ته مبارکي وایم.

ستاسو سوال، په سندرغاړو پوري تړلی دی. څوک په اختر کې کنسرتونه ورکوي او څوک بیا د وطنوالو د خوښیو په محفلونو کې ګډون کوي. ځیني بیا افغانستان ته ځي چې په اختریزو خپرونو کې ګډون وکړي. خو هغو کسانو چې بیا تقاعد کړی وي [اوس هنري کارونه نه کوي] اختر د خپلي کورنۍ تر څنګ تیروي. که د ځان په اړه ووایم، نو که څه هم ما تر اوسه پوري تقاعد نه دی کړی، خو دا لومړی اختر دی چې زه یې له خپلې کورنۍ سره د تیرولو سعادت لرم. که نه نو زه ډیر وخت په اخترونو کې افغانستان ته ځم.

دويچه ويله: په وروستیو وختونو کې په فیسبوک پاڼه کې ډیر فعاله یاست. څرنګه مو دغې ټولنیزي پاڼې ته ډیر پام اړولی دی؟

دريا: له انسانانو سره د اړیکو په برخه کي موسيقي زما یوازنی پل نه دی. زه له بیلابیلو لارو د خلکو له لویو کتلو سره اړیکه ټینګه وم. اوس د دوموره اړیکه ټینګوونکو وسیلو په ډله کې، د فیسبوک ټولنیزه پاڼه تر نورو ډیره مشهوره ده. له دې کبله چې زما دغدغې «انسان محوره» دي، نو دغه پدیده را ته ګټوره او نوې ښکاره شوه، او په دې خبره پوه شم چې نه شم کولای پرې سترګې پټې کړم. داسې ويلای شم چې ټولنیزي شبکې زما له پاره د ځان پیژندني او انسان پیژندنې لوی او مفت ښوونځی دی نو دا به حیف وي چې زه له هغوی غافل پاته شم.

دويچه ويله: د ښو سندرو د جوړلو په څنگ په انترنت کې له خپلو مينوالو سره په تماس کې پاتېدل، له ځوانو سندرغاړو سره مرسته کول او داسي نور مسئولتیونه پرغاړه لري، دا ټول څرنګه په ښه وجې سر ته رسولای شئ؟

دريا: کاشکې چې یوې شپې او ورځې تر۲۴ ساعتونو او یوې اوونۍ تر اوو ورځو ډیري لرلای... نفس مو د عمر د لنډ فرصت له لاسه په سینه کې تنګ شوی! څه چُرتونه، برنامې او څه هیلې چې زه په سر کې لرم! اوس هم راتلونکو کلونو ته امیدونه لرم چې وشم کولای د هغه څه چې په سر کې لرم یوه برخه تر ځان وروسته پر ځای پریږدم.

دويچه ويله: دريا صاحب، مینه وال مو ستاسو د نویو سندرو په تمه دي. اوس پر کوم البوم باندي کار کوئ؟

دريا: هغه په دري کې چې وایي خپل "كورى و كبودى" مو راټول کړي دي په دې وروستیو وختونو کې د اتو نویو سندرو د بشپړولو په هڅه کې یم چې په پلان ده د سپتمبر میاشتې په نیمایي کې یو په بل پسې بازار ته راووځي. د دغو سندرو د سرخرويي له پاره، د خپلو خلکو د دعاوو غوښتونکی یم.

دويچه ويله: یو وخت مو له افغان ماشومانو سره مرستې کولې. اوس هم پر هغو پروژو باندې کار کوئ؟

دريا:هو د نیازمندو ماشومانو ملاتړ، زما د عمر له لویو هیلو څخه یوه ده. خو اوس د هغو توانمندو کسانو شمیر چې په لومړي سر کې یې له ما سره د خير په دې کار کې مرسته کوله کم شوی دی. ډاریږم چې یوه ورځ و نه شم کولای په یوازیتوب سره دغه پروژې پر مخ یوسم.

دويچه ويله: په وروستیو کلونو کې د افغانستان په موسیقي کې د ځینو نویو کارونو شاهدان یو. ستاسو په اند د افغانستان موسیقي پر کوم لورې روانه ده؟

دريا: په دې کې شک نه شته چې د افغانستان د موسیقي نوي بدلونونه یوه ورځ دغه هنر ته نوي ارزښتونه ډالی کوي. زه دغه نوی پړاو له «شکلي» اړخه د لاس ته راوړنو صاحب بولم. خو اوس هم د هغه د محتوا په اړه له احتیاطه ډک اقدامات کوم. زما له نظره نوی پړاو یوه لوی خوځښت ته ورته دی چې د ارزښتونو سنجول یې لا ډیر وخت ته اړتیا لري. بیا انتظار وباسو تر څو پوه شو چې دغه څپه د کوم ساحل پر لور په حرکت کې ده. که وغواړم چې په لنډه بڼه یې ووایم نو ویلای شم: باید نوی نسل، نویو لیدلورو، نویو فکرونو، نویو معیارونو او نویو باورونو ته میدان ورکړل شي ترڅو خپلې تجربې منزل ته ورسوي. هغه وخت بیا سړی کولای شي چې یو عادلانه قضاوت وکړي.

دويچه ويله: آیا د ځوانو سندرغاړو په راتلو سره چې د تکنالوژۍ له اړخه نوي الې له ځانه سره لري، د افغانستان د موسیقي الې له هیره ایستل کیږي؟

دريا: تر ډیره حده پورې له تاسو سره موافق یم او له څو کلونو راهیسې مې دغه اندیښنه په نشتر وهي. خو پر دې سربیره باید د اوس وخت له حقیقته هم څوک منکر نه شي چې د بیلګې په توګه اوس څوک نه شي کولای تکنالوژي د اوسني عصر د یوې لاس ته راوړني په توګه له هیره وباسي.

دويچه ويله: خلک باید د موسیقي د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې له چا څخه تمه وکړي؟

دريا: د موسیقي غنا، د اصالت او پرونۍ خزاني له ساتلو سره ډیره نزدي اړیکه لري. انسان نه شي کولا چي هره ورځ د ځان له پاره نوي شیان تجربه کړي. د تیر وخت تجربې او لاس ته راوړنې، د دغه هنر د راتلونکي سفر له پاره د اوبو او ډودۍ په شان ارزښت لري. پر دې سربیره پخواني ارزښتونه د هنر د طبیعي پرمختګ له پاره لاره هواروي. زما په اند، د بومي او اصيلي موسیقۍ د ارزښتونو ساتل، تر ډیره ځايه پورې د یوه نظام د مسئولو بنسټونو دنده ده، خو په عین حال کې خلک او هنر هم په دې برخه کې خپل نقش لري. خو د دغه هنر د ودې په برخه کې پرته له شکه هنرمندان جوړونکی، لړزوونکی او لید لوری ورکوونکی نقش لري.