1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې افغان مهاجر د مقدونيا په اوبو کي ډوب سوي دي

۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

درې افغان مهاجر په مقدونيا کي هغه مهال په اوبو کي ډوب سول، چي غوښتل ئې له یونان څخه د مقدونيا گیوگليه ښار ته د اوبو له لاري تیر سي.

https://p.dw.com/p/1ICya
انځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc

د مقدونیا رسنیو د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چي نن سهار دوه نارینه او یوه ښځه هغه وخت په اوبوکي ډوب سول، چي غوښتل ئې په یوه ۲۶ کسيز گروپ کي د یونان له شمال څخه مقدونيا ته تیر سي. پاته ۳۲ ژغورل سوي کسان د مقدونيا د وینویونگ کمپ کي طبي مرکز ته لېږدول سوي دي.

د یونان- مقدونيا په سرحد کي له اوونیو راهیسي تر ۱۰۰۰۰ زيات مهاجر په دې تمه دي چي سرحد به بیرته خلاص او جرمني يا اتریش ته به ولاړ سي.

په همدې حال کي لکه څرنگه چي یوه خبریال له سیمي څخه د دوشنبې په ورځ رپوت ورکړی، په سونو مهاجر د یونان له سرحدي ښار ایدومیني څخه پر پښو حرکت کړی دی او غوښتل یې مقدونيا ته تیر سي. تر اتو کیلومترو واټن وروسته څو سوه کسانو باید تر مقدونيا پوري نوره ۵۰۰ متره لار هم په اوبو کي وهلې وای.

دغه مهاجر اکثره د افغانستان، سوریې او عراق دي. وروسته یوناني پولیسو هغوی ته خبر ورکړ چي مقدونيا ته اوښتل بې گټي دي، ځکه چي د مقدونیا پولیس یې انتظار کوي او هغوی بیرته یونان ته لیږي.

خو هغوی خپل پر دې سربيره هم خپل تگ ته دوام ورکړ او مقدونيا ته یې ځانونه ورسول. په دې منځ کي دغه درې افغانان هم ډوب سول.

آخوا د ایدومیني په کمپ کي وضعیت ډیر خراب دی او تر سختو او پرله پسې بارانونو وروسته یې کمپونه له خټو ډک سوي دي.