1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې سخت دریځه کسان د امریکا د درې مهمو مقامونو لپاره

۱۳۹۵ آبان ۲۹, شنبه

دونالد ترمپ د CIA، ملي امنیت د شورا او د لويې څارنوالۍ لپاره درې سخت دریځه کسان نومولي دي. د ملي امنیت د شورا د ریاست لپاره نوماند چې په عراق او افغانستان کې پوځي دندې درلودې، د ترمپ په څير شخړایز شخص گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2SwZZ
USA General Michael Flynn
انځور: picture alliance/dpa/M. Reynolds

دونالد ترمپ چې د امریکا متحده ایالاتو د نومبر د اتمې د ولسشمرۍ په ټاکنو کې په ناڅاپي توگه د بریالیتوب سر را پورته کړ، د خپلو وعدو د پوره کولو لپاره سمدلاسه د خپل راتلونکي حکومت د غړو نومول پیل کړي دي.

د ملي امنیت د شورا د مشاور په توگه چې د امریکا په حکومتي جوړښت کې یو ډير پیاوړی مقام دی، میکایل فلین نومولی دی. فلین چې د پوځي استخباراتو رئیس تیر شوی، زورپالونکی اسلام د نړیوال ثبات لپاره سترخطر گڼي.

دغه متقاعد درې ستوری جنرال چې د عراق او افغانستان په جگړو کې  برخه اخیستی ده، له خپلو افراطي څرگندونو سره چې د انتقاد کونکو په نظر د اسلام سره د دښمنې بوی تر راځي، یو شخړایز شخصیت گڼل کیږي.

په داسی حال کې چې فلین له روسیې او چین سره هغه د انعطاف وړ سیاست پلوي کوي، له ایران سره د اتمي شخړې د حل تړون مخالف دی.

جنرال فلین تیر کال په روسیه کې په یوې ماښامنې میلمستیا کې د روسیی د ولسمشر ولادمیر پوتین تر څنگ لیدل شوی. ویل شوي دي چې دغې میلمستیا کې هغه د  ماسکو په وړاندی هغسې څرگندونې کړي، لکه چې ترمپ کړی وې، یعني : د د روسیې له خوا د کریمیا الحاق او دغه راز د سوریې د رژیم د مشر بشار الاسد څخه د هغې ملاتړ ته غاړه ایښودل. 

هغه د اگست په میاشت کې واشنگتن پست ته په یوه مرکه کې وویل:« مونږ له روسیې سره په اړیکو کې هیتلر ته ماته ور کړه، دا چې هرڅوک هرډول فکر پرې کوي، کیدای شې  وکړي، خو  هغه اړیکې چې د دواړو اړخونو د گټو د خوندیتوب ایجاب وکړي، لکه د داعش په اړه ، زه له روسیې سره یم.»نوموړي زیاته کړه: «مونږ له ردیکال اسلامیزم سره ستونزه لرو، زه فکر کوم دا  هغه څه دي چې مونږ کولای شوو له یو بل سره د دغه دښمن پرضد گډ کار وکړو. هغوی له مونږ څخه زیات په دې هکله ستونزې لري.»

دغه راز ترمپ د الباما د ایالت سناتور، جیف سیشنز د لوی څارنوال او دکنساس د ایالت جمهوري غوښتونکی استازی، مایک پومیو د CIA د  رئیس په توگه نومولي دي. دغه دواړه محافظه پال سیاستوالان شمیرل کیږي.

سناتور سشینز او جنرال فلین دواړه په انتخباټي مبارزه کې د ترمپ تر څنگ ولاړ ؤ، دا چې هغوی دغو دوو مهمو څوکیو ته اوس کاندید شوي دي، دا په حقیقت کې ترمپ ته د هغوی د وفادارې تحفه ده.

په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې دغو درې واړو دغو مقامونو ته خپل نومانتوب منلی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.08.2015):
 

USA Mike Pompeo
مایک پومیوانځور: Getty Images/AFP/S. Loeb