1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د«ستارت» تړون په مسکو کي له خنډ سره مخامخ سو

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

په داسي حال کي چي د روسيي ولسمشر ديمتري ميدويديف د متحده ايالاتو له خوا د اټومي وسلو د کمولو «ستارت» تړون د تصويب څخه هرکلي کړی د انتظار پر خلاف د روسيي پارلمان د هغه د بشپړ تصويب لپاره سمدلاسه شين چراغ ورنه کړ.

https://p.dw.com/p/Qjz4
د روسيی د پارلمان د استازو د مجلس یا دوما مقر
د روسيی د پارلمان د استازو د مجلس یا دوما مقرانځور: AP

د ایتار تاس د خبري آژانس د رپوټ له مخه، چي د روسيې د پارلمان د غړو د ویناو په حواله یی ورکړی دی د ستراتيژیکي وسلو د کمولو نوی تړون چي په خپل انګلیسی مخفف« ستارت» مشهور سوی، د روسيې پارلمان اوس هغه نه تصویبوي.

د روسیی د پارلمان د استازو مجلس یا دوما د د دغه تړون لوستل پیل کړی، خو ښایی د 2011 کال په کوم وخت کی خپله پریکړه پری صادره کړی.

د دوما د بهرنیو چارو د کمیتی مشر، کانستانتین کوزاچیف وایي چي استازي ډیر وخت ته اړتیا لري تر څو د متحده ایالاتو له خوا تړون سره ضمیمه شوی متن تر غور لاندی ونیسی.

خو د روسیې ولسمشر ديمیتری میدویدیف د امریکا د سنا لخوا د سټارټ د بې وسلې کولو د تړون د تصویب هرکلې وکړ.

د هغه ویاندې ناتالیه تیما کووا وویل چي ولسمشر په دې هکله خپل رضایت څرګند کړی. هغې زیاته کړه چي، میدویدیف هیله لري چې د روسیې د پارلمان دوما او د روسيې د فیدراسیون شورا لخوا هم دا تړون تصویب شی.

د روسيي د پارلمان مشر باریس ګریسلوف وویل چي کیدای سي د روسیي پارلمان همدا نن پر دې تړون باندي خپله رايه ورکړي.

هغه وویل:« که چیري ضمیمه سوې پریکړه د تړون پر اصلي متن باندی کومه اغیزه ونه کړي، نو موږ به ددې تړون لپاره مثبته رای ورکړو. دا د «متحدي روسيې د ګوند» نظر دی.».

هغه زیاته کړه خو که د پریکړي بیان په موافقه سوی متن ورزیات سي او یا هغه بشپړ کړی، نو بیا لازمه ده چي په دې برخه کي له سره خبري اتري وسي.

د امریکا د سنا لخوا د تړون سره په یوځای سوې ضمیمه که ددې غوښتنه شوې چي د وسلې د کمولو دا تړون باید د امریکا د توغندی دفاعي سیستم پلانونه محدود نه کړي او همدا ډول د اټومي وسلو د عصري کولو مخه هم ونه نسي.

د روسيي د توچکا په نوم د لنډ واټن توغندی چي اټومي سرګولي ليږدولای سي.
د روسيي د توچکا په نوم د لنډ واټن توغندی چي اټومي سرګولي ليږدولای سي.انځور: dpa

د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو د وزارت د معین مرستیالي «روز ګوت مویلر» په روسي تلویزیون کي د دې ډاډ ورکړ چي پریکړه د اصلی تړون په محتوا کي هیڅ بدلون نه راوړي.

دغه پریکړه حقوقی مکلفیت نه لري او الزامي هم نه ده. ګوت مویلر دا څرګندونې په روانه روسي ژبه کي وکړې.

نوموړې د اوسنۍ دندي تر مخه په مسکو کي د «کارنګي» په نوم د امریکا د بهرني سیاست په اړه د څيړنو د موسسې مشره وه.

د روسیې د فیداراسیون په شورا کي د بهرنیو چارو د جرګګۍ مشر میخایل مارګیلوف د روسيې د پارلمان څخه د سټارټ د تړون د منظورۍ په برخه کې کوم مشکل نه ویني.

همدا ډول د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګی رجبکوف هم د بې وسلې کولو د تړون تصویبول یو مثبت ګام بولي. هغه وايي دا تړون د دواړو هیوادونو د امنیت په ګټه دی.

د روسيې او متحده ایالاتو ولسمشرانو دواړود خپلو دندو له پیل څخه د واشنګتن او مسکو اړیکي ډیري ښيې کړي دي.

روسیې د اوږدې مودې راپه دیخوا غوښتل چي د سټارټ د لومړي تړون د وخت د خلاصدو وروسته د دې تړون د اوږدوالي په اړه خبري اتري وکړي خو د امریکا د پخواني ولسمشر جارج ډبیلو بوش په وخت کي دا ډول خبري اتري ممکن نه وې.

میدویدیف او اوباما د سټارټ دا نوی تړون د روان کال په اپریل کي په پراګ کي لاس لیک کړ.

د امریکا د سنا څخه ددې تړون منظوري اخیستل ځکه ګران کار وو چي د اوباما ډيموکراټ ګوند په سنا کي دوه پر دریمه برخه اکثریت نه لري کوم چې د دې تړون لپاره په کار وو.

د روان کال په نومبر کي د پرتګال په پلازمېنه ليزبن کي د ناټو په سرمشریزه کي د امریکا متحده ایالتونو او ناټو د یو توغندی دفاعي سیستم د جوړولو لپاره روسیه ته د همکارۍ وړاندیز وکړ.

تر دې د مخه د امریکا لخوا په يو اړخیزه توګه د یو داسي سیستم جوړول مسکو په غوصه کړی ؤ.

د روسیې ولسمشر میدویدیف او لومړي وزیر پوتین په تیرو اونیو کي ددې ګواښ کړې وو چي که واشنګټن د وسلې د کمولو د سټارټ تړون تصویب نه کړی نو د اټومي وسلو جوړولو یوه نوې سیالي به پیل سي.

هارت بريش/ بريښنا صابر

کتونکی: عبدالباری حکيم