1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دشمالي کورياپه وروستيو نظامي مانورو سره پراوباما فشار ډيريږي

۱۳۸۸ خرداد ۷, پنجشنبه

کله چه د امريکا پخواني جمهوررييس بوش په 2002کال کښي د جمهوررييس کيدو پر وخت ملت ته خپله لمړنۍ بيانيه ورکوله ،نو يې شمالي کوريا هم د شيطاني محور په لست کي شامله کړل ...

https://p.dw.com/p/Hzb2
د شمالي کوريا د مشر کيم يونګ ايل
د شمالي کوريا د مشر کيم يونګ ايلانځور: AP Graphics

په دغو ورځو کي د شمالي کوريا لخوا نظامي مانورو چه د اټومي بم دوهم ټيست يې تر سره او نور راکټان يې فير کړل ، ځانته يو نوی حالت او وسعت اخيستي دی . دا کار پخوانۍ ډيپلوماتيکه تاريخچه لري .

د لږ تر لږه لسږ کلو راهيسي د امريکا متحده ايالات د شمالي کوريا سره ښه مناسبات نلري .

کله چه د امريکا پخواني جمهوررييس بوش په 2002کال کښي د جمهوررييس کيدو پر وخت ملت ته خپله لمړنۍ بيانيه ورکوله ،نو يې شمالي کوريا هم د شيطاني محور په لست کي شامله کړل ...

بوش خپله دغه بيانيه د 2001 کال د 11 د سپتامبر په مناسبت ورکړې وه ، او تشويش يې درلودۍ چه کيداي سي ، شمالي کوريا هم ترهګري شبکې ته وسلې او تجهيزات وروليږي . خو په شمالي کوريا کي بيا دغه بيانيې ددې تشويش پيدا کۍ،چه کيداي سي حمله ورباندي وسي .

د جنوبي کوريا ، شمالي کوريا ، امريکا،روسېې ،جاپان او چين تر منځ خبري قطع سوې ،او کله چه په 2005 کال کي بيرته شروع سوې،نو شمالي کوريا د امريکا څخه د تيري نه کولو د تړون غوښتنه وکړه .

خو بوش پر خپل دريز باندي په اول سر کي ټينګ پاته سو،او ټولي هغه آوازې يې رد کړې ،چه ګواکي پر شمالي کوريا د حملې پلان لري .

مګر امريکا نور وسايل پيدا کړل ،چه پر شمالي کوريا باندي فشار راوړي . امريکا د شمالي کوريا د پيسو د تبادلې جريان ،د بانکونو د لاري د فشار دلاري تقريبأ قطع کۍ .

د 2006 کال په اکتوبر کښي شمالي کوريا خپل لمړني اټومي بم امتحان کۍ ،او د امتيازاتو غوښتنه يې وکړل . شپږ اړخيزو خبرو نوې بڼه ځانته ونيوله . د اټومي بټۍ يونګ بيان د تړلو ،او خپل اټومي پروګرام د ښکاره کولو په بدل کښي شمالي کوريا ته د تيلو د ليږلو وعده ورکول سول .

دشمالي کوريا اټومي بټۍ، يونګ بيان
دشمالي کوريا اټومي بټۍ، يونګ بيانانځور: picture-alliance/ dpa

د شمالي کوريا په مقابل کي د بوش دادارې دريز يو څه نرم سو ، او حتی د 2008 کال په سر کي يې د شمالي کوريا پر ضد د بنديزونو د له منځه وړلو او د ترهګري تور لست څخه د هغه د ايستلو اعلان وکۍ .

د شمالي کوريا په مقابل کي د امريکا تهديدونه نور هم سابقه لري ،او هغه د کلينتن زمانې ته رسيږي .

په 1994 کال کښي کلينتن په اول سر کښي پر شمالي کوريا باندي يوه حمله پلان کړل . خو لږ وروسته کلينتن ، پيونګ يانګ ته د سولي په يوه هييت کښي جيمي کارتر وروليږې . او تر هغه وروسته چه شمالي کوريا وعده ورکړل ،چه خپلو ټولو اټومي فعاليتو ته به خاتمه ورکوي ،نوورسره ډير قرارداونه هم امضأ کړل . شمالي کوريا ته اقتصادي وعدې ورکول سوې ، او د امريکا په کومک حتی د يوه نوي اټومي برقي دستګاه د جوړولو وعده هم .

خو کمه اميدواري چه موجوده وه ،هغه ډير ژر له منځه ولاړل . شمالي کوريا د تړون پروا ونکړل ،اوپه پټه سره يې د يورانيمو غني کولو ته دوام ورکۍ . پدې وسيله دبوش ددورې په لمړيو وخت کي يو د بل په مقابل کي جبهې سره ټينګي سوې .

کيداي سي چه د شمالي کوريا د مشر کيم يونګ ايل پام د امريکا هغي ستراتيژۍ ته را ګرزيدلي وي ،چه په اصطلاح د شيطاني محور بل قدرت ايران ته يې په نظر کي نيولې ده . او که څه هم شمالي کوريا ددغه کال په اپريل کي شپږ اړخيزي خبري قطع کړې ،خو هغه ته به ډير ژر بيرته ادامه ورکي ،او بيا به نو نه يوازي اقتصادي، بلکه سياسي امتيازات هم وغواړي .

ششکه ويچ /

کتونکی : محمد قاسم نوري