1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دعاج په ساحل کی دوه جمهورريیسان

۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبه

دعاج په ساحل کي د قدرت پرسر د رامنځته سوي تشنج له کبله د غربي افريقا اتحاد Ecowasدسبا دپاره عاجله سرمشريزه رابللې ده .اوسنی جمهورييس ګباګبواود اپوزیسون مشر الاسانا د قدرت پر سر سره دعوه لري

https://p.dw.com/p/QQjA
دعاج دساحل پخوانی جمهوررييس لوغان ګباګبو
دعاج دساحل پخوانی جمهوررييس لوغان ګباګبوانځور: AP

دعاج دساحل 20 مليونه اوسیدونکو ددوشنبې ورځ په دوو جمهورو ريیسانو سره پيل کړه . نويو ټاکنو ديو والي پرځای دوه والی راوستلی اوچاودونه(درزونه)يی لالوی کړي او ژور کړيدي هم دي .دالوګولو له ډاره ډير دوکانونه تړلي پاته شوي، او ډیری کسان کارونوته ندي تللي . دغه خلک په ډیري تلوسې سره راډيو ګاو ته غوږ نيسی اوپه تلويزيونونوکي دوضعي په اړه ځانونه خبروي .خو پدې خبرونو کي دوی ته یوازی دحقيقت يو اړخ ،کله چي لوغان ګباګبو دکمرو په مخکي دوفادارۍ لوړه کوي ،ور ښودل کيږي .ګباګبو وايی :

«دعاج دساحل دحاکميت لرونکي ولس په مخکي په خپل عزت باندي قسم خورم چي اساسي قانون ته به وفاداريم او درناوی به يې وکړم . دوګړو چی په ما باندي يې باورکړيدی دحقونو، او آزادۍ ساتنه وکړم او که زه خپلي دندي ته خيانت وکړم دقانون ټول شدت بايد پر ماباندي عملي شي .»

Dossierbild Elfenbeinküste 2
انځور: AP

دولتي تلويزيون دغه په بيړه سره جوړ شوي مراسم په ژوندۍ توګه خپاره کړل . پدې ډول هرچا لیدلی شوای چي دریاست جمهورۍ په تالار کي يوازی دده هل هله کونکي پلويان راغونډ شويدي .

په نوموړي هيواد کي دبهرنيوهيوادونودسفيرانو ستره برخه نه وه .اودا ددې نخښه ده چي لوغان ګباګبوله نړيوالي ټولني څخه څومره ځان تجريد کړيدی . وروسته دملګرو ملتونوله موسسې ، دامریکا له متحده ایالتونو ، اواروپايي ټولني څخه داونۍ په سرکي دده افريقايی ملګرو دده لخوا دقدرت دادعا په وړاندي مخالفت څرګند کړی، او دافريقا اتحاد دنوو داخلي جګړو له منځته راتلو څخه اخطار ورکړيدی .همدغه ډول دافريقا دلويديز دهيوادونواتحاد هم ګباګبو دانتخاباتو دګټونکي په حيث ندی پيژندلی اودافریقا دبشری حقونواتحاديې دده څخه دخلکو درايو داحترام غوښتنه کړيده اودهغه مشر ابراهيم کونه ويلي دي چي :

«مونږ له لوغان ګباګبوڅخه هیله کوو چي مسؤلانه عمل وکړي، دځان درناوی وساتي ، او قدرت الاسانه اواتاراته وروسپاری .ځکه چي نوموړي دولس لخوا تاکل شوي، او ټوله نړيواله ټولنه يې ملاتړ کوي .

خو داسی غږونه نور څوک نه اوری په تيره بیادعاج دساحل په جنوب کي چيري چي دګباګبوپلوی پوځ ميشت ديی اوقدرت په لاس کي لری .

دعاج دساحل دوهم جمهوررييس الاساناواتارا
دعاج دساحل دوهم جمهوررييس الاساناواتاراانځور: AP

هلته دفرانسې دار اف آي دراډيو خپروني بندی شوي ، دبي بي سي راډيو يوازي په لنډو څپو اوريدل کيدای شي، او فرانسوي محبوب تلويزيوني پروګرام 24 نور ليدل کيداي نسي . دعاج دساحل دويم لمبر جمهورريیس الاساناواتارا چي نور دولتي رسنيو ته لاس رسی نلري، او د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي يې 54فيصده رايي وړي دي ، په انترنت کي يوه غږ لرونکي ويډيو خپره کړېده، او خلکوته يې په هغه کي مخ ور اړولی دی . ده ويلي دي :

«زه دټولو ملي رسنيو له جرګي څخه غوښتنه کوم چي ټولوته ددولتي راډيو ګانو او تلويزيون ته دلاس رسي شرايط برابر کړي .اواتارا پر قدرت باندي يو ځل بيا په خپلي ادعا تاکيد وکړ اوله ټولو دولتي څانګو څخه يې وغوښتل چي دده پيروي وکړي . اواتارا زياته کړيده :

زه ددې جمهوریت ټاکل شوی جمهورريیس يم او د ټولو امنيتي ځواکونو خصوصا ًدعاج دساحل له پوځ ،ملي پوليسو ،او ملي ژاندارم څخه غوښتنه کوم چي داساسي قانون درنښت اودسولي او امنيت په لاره کي کار وکړي .

خو پوځ همدا اوس دلوغان ګباګبو په پلوۍ لاس پوري کړيدی . او داسي بريښی چي ګباګبوله قدرت څخه صرف نظرته چمتوندی، اواتارا له نوموړي څخه دصرف نظر غوښتنه کړې او ويلي يي دي ،

زه يو وار بيا د خپل ورور لوغان ګباګبو څخه هیله کوم چي آزادو انتخاباتوته په درنه سترګه وګوري . ژوندی دي وي دعاج ساحل .مننه .

تيره اونۍ دناکراریو له امله په دغه هيواد کي 17 کسه مړه شوي وو .

سټيفان/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري