1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: د حقاني شبکې څو تنه قوماندانان مو نيولي

۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه

د ملي دفاع وزارت وايي، چي د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کي يې پوځي عمليات پيل کړي، او په ترځ کي يې د حقاني شبکې ګڼ شمېر قوماندانان او عادي جنګيالي نيولي او وژلي دي.

https://p.dw.com/p/13FI7
دفاع وزارت ويان جنرال ظاهر عظيمي
دفاع وزارت ويان جنرال ظاهر عظيميانځور: AP

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي نن د نوومبر په ۲۳مه په کابل کي د يوي خبري غونډي پر مهال وويل چي دمګړۍ د افغان ځواکونو عمليات د لوګر، ننګرهار، هلمند، خوست، کنړ او کندهار په ولايتونو کي روان دي.

په دغو عملياتو کي افغان ځواکونه په يوازي سر عمل کوي او موخه يې د ژمي تر را رسېدو دمخه د هغو زور پالو وژل، نيول او له ملک څخه تيښتي ته اړ ايستل دي چي غواړي پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه وکړي.

د جنرال عظيمي په وينا چي يوازي په تيرو ۲۴ساعتونو کي يې ۲۴تنه شکمن دولت ضد جنګيالي نيولي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د نطاق په وينا چي د دوئ د پوځي عملياتو د تمرکز ډيری سيمي هغه برخي دي چي له ګاونډي پاکستان سره په پولو کي پرتې دي.

هغه وويل چي په دغو سيمو کي د خطرناکو ترهګرو د پټېدو او کړو وړو شونتيا د ملک د نورو سيمو په پرتله ډيره لوړه ده.

د عظيمي د خبرو پر اساس چي په يادو عملياتو کي يې د حقاني شبکې يو شمېر کليدي قوماندانان نيولي، ځيني يې وژلي او ځيني نور له ملک څخه د ډيورنډ د پولي هاغاړي ته تښتي ته اړ شوي دي.

جنرال عظيمي د تير کال د همدې مودې په پرتله په روان کال کي د افغانستان د يو شمير سيمو حالت د پام وړ ښه وباله.

«د تير کال په پرتله په شمال کي حالت د پام وړ مثبت بدلون موندلی، په هلمند، زابل، نيمروز، کندهار او بادغيس کي حالت ډير ښه شوی، هلته زموږ سرتيروعمليات تر سره کړل او ترهګر يې دې ته اړ کړل چي يا وتښتي او يا وسلي پر ځمکه کښېږدي».

وزارت دغه کار د زور پالو په شړلو او له مينځه وړلو کي ډير اغيزناک بولي.

د جنرال عظيمي په خبره چي اوس دوی پر يوې داسي طرحي کار کوي، چي له مخي به يې د افغان ملي پوځ سرتيرو د اړتياوو او امکاناتو په اړه په درو برخو کي نړيوالو ته معلومات ورکول کيږي.

د نوموړي په خبره چي د دغي طرحي له مخي به د افغان ځواکونو تجهيزات، امکانات او مالي سرچيني ارزول کيږي او ورته به د اوږد مهال له پاره په سيمه کي پوځي انډول ته په کتو سره سرچيني برابريږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل