1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: پخواني مجاهدين دي د پوځ سره يو ځای سي

۱۳۸۹ مهر ۴, یکشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت په وينا چي له پوځ سره د پخوانيو مجاهدينو يو ځاي کيدل به د افغان اردو د وړتيا په لوړولو کي يو اغيزمن ګام وي.

https://p.dw.com/p/PMxg
«پخواني مجاهدين کولای سي چي د پوځ په ليکو کي يو ځای سي، خو شرط يې دادی چي د دې وړتيا ولري چي په پوځ کي جذب سي»
«پخواني مجاهدين کولای سي چي د پوځ په ليکو کي يو ځای سي، خو شرط يې دادی چي د دې وړتيا ولري چي په پوځ کي جذب سي»انځور: AP

د دفاع وزارت وياند همدا راز افغان پوځيانو ته د درنو وسلو، شوبلو اوچورلکو غوښتنه کوي چي په وينا يې ددې پرته به و نه کولای سي چي په ۲۰۱۴ کال کي له بهرنيو ځواکونو ټول امنيتي مسوليتونه په لاس کي واخلي.

څومياشتي دمخه د کابل په کنفرانس کي نړيوالو او افغان دولت په دي سره سلا وکړه چي افغان ځواکونه به په ۲۰۱۴ کال کي ددې جوګه وي چي له بهرنيو سرتيرو ټول مسوليتونه خپل لاس ته کړي.

دمګړۍ د افغان ملي پوځ شميره ۱۶۱۳۰۰ کسانو ته رسيږي او ټاکل سوي چي تر راتلونکي هجري لمريزکال پوري دغه شميره ۱۷۱۶۰۰ تنو ته لوړه سي .

د ملي دفاع وزارت وايي چي د اوس لپاره د پوځ د سرتيرو شميره دوه سوه زره ټاکل سوې تر څو وکړای سي چي د هيواد امنيتي ننګونو ته ځواب ووايي.

د ملي دفاع وزارت وياند په وينا، دمګړی دوی د پخوانيو مجاهدينو غواړي چي له پوځ سره يو ځای سي او په ورته وخت کي له پوځ سره د يو ځای کيدونکو ځوانانو شميره مخ په زياتيدو ده.

«پخواني مجاهدين کولای سي چي د پوځ په ليکو کي يو ځای سي، خو شرط يې دادی چي د دې وړتيا ولري چي په پوځ کي جذب سي، خو په ټوله کي دمګړۍ له افغان ملي پوځ سره د ځوانانو ديو ځآي کيدلو پروسي زور اخيستي او هره ورځ په سلګونوتنه نوي ځوانان د پوځ ليکو ته د شامليدلو لپاره د کابل پوځي رونيز مرکز ته مراجعه کوي».

په ورته وخت کي ملي دفاع وزارت د درنو وسلو، چورلکو او جنګي الوتکو نه شتون هغه مسله بولي چي په وينا يي د افغان ملي پوځيانو د مستقلو عملياتو مخه يي نيولي او هغوی نه سي کولای چي له نړيوالو ځواکونو پرته په خپلواکه توگه د دولت ضد وسله والو پر ضد عمليات وکړي.

جنرال عظيمي پر نړيوالو ټولني ږغ وکړی چي افغان ملي پوځ ته د ناټو په معياروسلې او تجهيزات برابر کړي ترڅو په خپلواکه توګه د بهرنيو سرتيرو دنه شتون په صورت کي هم د ملک ټولو امنيتي مسوليتونو ته اوږه ورکړي.

د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چي کورني سرتيري به تر يوې لسيزي پوري په مستقل ډول د عملياتو د تر سره کولو جوګه نه سي دا ځکه چي هغوی ته هغسي پوځي زدکړي نه دي ورکړل سوي چي د وخت اړتيا ليدل کيږي.

دا په داسي حال کي ده چي د دفاع وزارت ارقام ښيي چي تير کال ۶۷ سلنه ټول پوځي عمليات د افغان ځواکونو له لوري په يوازي سر تر سره سوي ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل