1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: پر پاکستان متقابل بريد ته چمتو يو

۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په لومړي ځل ګاونډي پاکستان ته خبرداری ورکړی، چي که د افغانستان پر حريم باندي له توغنديزو بريدونو لاس وا نه خلي له متقابل بريد سره به مخامخ سي. پاکستان تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/12gLO
د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ
د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگانځور: DW

د ملي دفاع وزارت په داسي حال کي ګاونډي پاکستان ته خبرداری ورکوي، چي له تيرو څوورځو راهيسي شاوخوا ۵۰۰ توغندۍ د کونړولايت پر يو شمير ولسواليو توغول سوي چي د مرګ ژوبلي تر څنګ يي پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د افغانستان پر سرحدي سيمو باندي د پاکستان له خوا د پوځي يرغل ادعاوي وروسته له هغي را برسيره سوې، چي امريکا متحده ايالاتو د پاکستان پټ څاري اداره،ISI، تورنه کړي ده، چي د افغانستان په دننه کي پر امريکايي موخو باندي د حملو لپاره د حقاني د ترهګري شبکي  سره مرسته کوي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په کابل کي دويچه ويله ته دسپټمبر پر ۲۶مه نيټه په لېږل سوې خبر پاڼه کي راغلي، چي په ختيځ کي د افغان ملي دفاع وزارت د سيلاب قل اردو د راپور له مخي پاکستاني پوځيانو له توپونو او هاوانونو څخه په ګټي اخيستني سره د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ د سور کمر، زورکمر، زوروبراول، ترله کشي او شورګل برکشي په سيمو باندي بريدونه کړي دي.

دفاع وزارت ويلي چي د دغو توغنديو شميره تر اوسه پوري تر درو سوو اوښتي او موخه يي ولسي افغانان، جوماتونه، د استوګني کورونه او ټول کټي تاسيسات دي چي له امله يي د پراخو مالي اوځاني زيانونو د اوښتو سربيره په سلګونو تنه بې ګناه کورنۍ چي پکي ماشومان، ښځي او نارينه شامل  دي د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي دي.

پاکستان بايد ژر تر ژره بريدونه و دروي
پاکستان بايد ژر تر ژره بريدونه و درويانځور: AP

د ملي دفاع له وزير څخه په حواله راغلي، چي درې مياشتي دمخه هم پاکستان د افغانستان پر حريم ورته بريدونه کړي ول، چي وروسته بيا د دري اړخيزو موافقو او همدا راز نړيوالو تظمين خطونو له اخيستلو وروسته دغه بريدونه ودرول خو دا ځل يو وار بيا اسلام آباد وښوده چي هيڅ راز اصولو او ژمنو ته وفادار نه دي.

د افغانستان دولت دغه بريدونه په کلکو الفاظو غندلي او وايي چي دا مسله به ډير ژر د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته راجع کړي.

خوهغه څه چي دا ځل د ملي دفاع وزارت د غبرګون په توګه رسنيو ته په واک کي ورکول کيږي هغه دا دي، چي د ملي دفاع وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی، چي که خپل بريدونه ژر تر ژره و نه دروي افغان ملي پوځيان به د ولسونو ترڅنګ په متقابل يرغل لاس پوري کړي او له پاکستاني لوري څخه به د هر توغندي غچ واخلي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ په ديپلوماتيکو اړيکو کي پر داسي مهال نوي درز رامنځ ته کيږي چي د امريکا او پاکستان تر منځ هم اړيکي پخواني رنګ نه لري.

د سيمي د چارو شنونکي په دې باور دي چي پاکستان د افغانستان په سياسي حريم له بريدونو څخه موخه دا ده چي دغه ملک غواړي د نړۍ پام له حقاني سره د پاکستان له اړيکو يوي بلي خوا ته واړوي.

افغان ملي پوځ
افغان ملي پوځانځور: DW

د سياسي چارو مبصر او د افغانستان د پارلمان غړي رمضان بشر دوست په دې باوردی، چي په تاريخ کي د افغانستان يوه ګاونډي هم له دغه ملک سره نيکه معامله نده تر سره کړي او تل يي په خړو اوبو کي د کبانو د نيولو هڅه کړې ده.

ښاغلي بشر دوست دويچه ويله ته وويل، چي افغان دولت بايد له يوه غښتلي دريځ څخه هم له ديپلوماتيک او هم له متقابل عمل څخه کار واخلي تر څو پاکستاني پوځ په دې وپوهول سي چي د افغانستان خاوره هم څښتن لري.

بشر دوست په دې باور دی، چي د پاکستان د دغه ډول بريدونو په وړاندي د افغان حکومت چوپه خوله پاتې کيدل به په سيمه ييزه کچه د افغانستان سياسي موقف ته سخت زيان ورسوي او د حکومت مخالفين به هم مورال ترلاسه کړي.

ښاغلی بشر دوست تور لګوي، چي د افغانستان د حکومت په دننه کي يو شمير کړۍ د دغسي بريدونو د تر سره کيدو لپاره خوشاله دي او له هغه څخه سياسي امتيازات تر لاسه کوي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ د ولسي جرګي د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتيا د کمېسيون غړو هم د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتنه وکړه چي د دغي مسلي د هوارولو لپاره لاس په کار سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل