1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمنتظري په مرګ سره درژيم سخت انتقاد کونکی هم له منځه ولاړی

۱۳۸۸ آذر ۳۰, دوشنبه

لوی ايت الله حسين علي منتظري دايران داوسني رژيم دسياسي مخالفينو دپاره يو سمبول بلل کيده . له همدې امله دده دتدفين په مراسمو کي دګډون دپاره زښته ډير خلک په تيره بيا درژيم مخالفينو ونډه اخيستې وه

https://p.dw.com/p/L9jx
لوی ايت الله حسين علي منتظري
لوی ايت الله حسين علي منتظريانځور: AP

او کيدای شي چي نوي نا آرامۍ هم منځ ته راسي .

آيت الله حسين علي منتظري نه يواځي داچي يولوی شيعه مذهبه ديني عالم و ، بلکي دی دايران داوسني نظام يو ستر انتقاد کونکي هم بلل کيده .

منتظري نن په قُم کي خاورو ته وسپارل شو . دده دجنازې په مراسمو کي په زرهاوو انسانان ونډه اخيستې وه ،چي په هغه کي دايران دحکومت ډير شمير سياسي مخالفين هم وه. پرون هم کله چي دآيت الله منتظري دمړيني خبر خپور شو ، هسي چي دايران دحکومت دمخالفينو په انترنيتي پاڼو کي ليکل شوي ، دوير ډيري داسي غونډي شوي وې چي دحکومت له خوا يې اجازه نه وه ورکړل شوې . آيت الله حسين علي منتظري چي پرون سهار د 87 کلو په عمر په قُم کي په حق رسيدلی دی ، دايران دولسمشرۍ په انتخاباتو کي دولسمشر محمود احمدي نژاد دمخالفينو ، مير حسين موسوي او مهدې کروبي دريفورم غوښتونکي غورځنګ ملاتړ کا وه . کله چي دجون په مياشت کي دا آوازه خپره شوه چي دايران دولسمشرۍ په ټاکنو کي داحمدي نژاد په ګټه درغلي شويده ، نو آيت الله منتظري يوه فتوا صادره کړه او په هغه کې يې دحکومت پر دريځ باندي له دې امله سختي نيوکي وکړې چی دمخالفينو په مقابل کي دزرو زياتيو څخه کار اخلي . دی پخپله فتوا کي وايي چي داعتراض کونکو په مقابل کي دحکومت عمل يو غير عادلانه او استبدادي عمل دی، او هغه داسلام تر نامه لاندي دولس پر بنيادي حقه حقوقو باندي ښکاره تيری بولي . ده ويلي وه ،

«ولې تاسي دولس حقه حقوق تر پښو لاندي کوۍ؟ ولي تاسي انسانان تر زجر او فشار لاندي نيسی ؟ ولي تاسي دانسانانو په مقابل کي دزور زياتيو څخه کار اخلی ؟ زه نه پوهيږم چي تاسي ولي دا کارونه کوی، تاسي خو بسيجيان ياستی چي دخدای په رضا او لاره کي خدمت وکړی، نه داچي تاسي زمونږ بچيان ووهی اووزوروی . دخدای لاره غوره کړي نه دشيطان لاره .

بسيجيان بايد هرڅه چي دوی ته هدايت ورکول، کيږي ونکړي . زه ستاسي څخه پوښتنه کوم چي تاسي په کوم حق سره ښځي او نارينه وهی او شکنجه کوی . آيا دا خبره به سمه وي چي وويل سي څوک چي زما اوامرو ته غوږ نږدي ،هغوي بايد وډوبول شي . آيا دا ستاسي منطق دی ؟

په قُم کښي د ايت الله حسين علي منتظري د جنازې مراسم
په قُم کښي د ايت الله حسين علي منتظري د جنازې مراسمانځور: AP

آيت الله منتظري دايران داسلامي انقلاب دمخکښو کسانو څخه ؤ، او کله چي په ايران کي ديوه اسلامي جمهوريت بنياد ايښود ل کيده ، نو بيا هم آيت الله منتظري په اصطلا په لمړي کتار کي ولاړ ؤ ، او داسي ويل کيده چي دی به دايران دانقلاب دمشر آيت الله خميني څخه وروسته دايران داسلامي انقلاب روحاني مشر وي . خو له دې کبله چي دی داتياومي لسيزي په پای کي دخميني پر هغه سياست باندي چي په پرګڼه يي ډول سره انسانان پانسي کيدل ، نيوکي وکړې ، نو دی له قدرته راو غورځول شو او پخپل کور کي تر څارني لاندي و .

زامن يي بنديان شول او دده ډير شمير پلويان ووژل شول . خو بياهم دی دمرګ تر وخته پوري پرخپل دريځ ولاړ پاته شو، او تل به يې ويل چي په ايران کي داسلامي انقلاب په راوستلو سره زمونږ موخه دانه وه چي په ايران کي يو زورواکه اسلامي نظام منځ ته راسي . اسلامي واکداران بايد پر اسلامي اصولو ولاړ وي ،خو په يوه اسلامي نظام کي هم دملي حاکميت حق په ولس پوري اړه لري .

اولريش پيک/فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري