1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دناټو نوې ستراتيژيکي طرح څه ډول يوه طرحه ده

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

دناټو دپاره دامريکا دبهرنیو چارو دپخوانۍ وزيري مادلين آلبرايت په مشرۍ دکار پوهانو د يوه کميسيون له خوا ديوې نوي ستراتيژيکي طرحي په وړاندی کولو سره دناټو په تاريخ کي يو نوی ګام پورته شوی دی

https://p.dw.com/p/NR4W
د ناټوعمومی منشي راسموسن او مادلين آلبرايت
د ناټوعمومی منشي راسموسن او مادلين آلبرايتانځور: AP

ددغه نوي ستراتيژيکي طرحي له مخي دشمالي اتلانتيک دفاعي تړون ، ناټو غواړي چي دتوغونديو ديوه ځانګړي دفاعي سيستم او ځانګړي اټومي طاقت په درلودلو سره د 21 پيړۍ ننګونو ته ځواب ووايي .

دناټو دفاعي تړون يوې نوي ستراتيژيکي طرحي ته اړ ؤ . ځکه ننی ناټو هغه پرونۍ ناټو نده . په تيرو لسو کلونو کي دناټو غړي هيوادونه 28 ته رسيدلي دي او طبعا ددوی دلچسپيو او پوځي امکاناتو لمن پراختيا موندلې ده . دناټو پخوانی ستراتيژيکي طرحه چي د1999 ميلادي کال محصول بلل کيږي ، په هغه کي نه ترهګري خطرونو ته پاملرنه شوې وه او نه دروسيې پوځي سياسي غوښتنو ته .

دناټو په نوې ستراتيژي طرحه کي کار پوهانو په لمړي سرکي ، اهداف راغونډ کړي دي . دغه طرحه په 55 مخونو کي وړاندي شوېده، خودا به اوس دناټو دبهرنيو چارو دوزيرانو دنده وي چي ددغي وړاندي شوي طرحي څخه يونوی ستراتيژيکي پلان جوړ کړي .

د ناټو غړي هيوادونه
د ناټو غړي هيوادونه

دناټو په نوې ستراتيژۍ کي به هيڅوک له دې سره مخالفت ونکړي چي غړي هيوادونه به له يوبل څخه دفاع کوي ، په تيره بيا له دې حقيقت څخه به هم څوک سترګي نه پټوي چي له اوروپا څخه دامريکي دمتحده ايالتونو پوځي ملاتړ به دناټو ددفاعي تړون به اصطلا زړی وي . پر دغه ټکو باندي په تيره بيا دناټو دختيځي اوروپا هغه غړو هيوادو ټينګار کاوه چي يو وخت دوارسا دتړون غړي وه، اويا هغه هيوادونه چي پخوا دشوروي اتحاد يوه برخه بلل کيدل . په ختيځه اوروپا کي لا تراوسه هم دروسيې دتيري او يا دلاس بريودغوښتنو ويره شته . خو په لويديځه اوروپا او شمالي امريکا کي دغه ويره بيخي له منځه تللې ده .

خو ناټو بايد دلمړي ځل دپاره پر دي موضوع باندي هم فکر وکړي چي ددوي دانرژۍ داړتياو امنيت هم بايد خوندي پاته شي، په تيره بيا ګاز او تيل چي دمرکزي آسيا څخه راځي . دلته بيا هم کيدای شي روسيه په پارونکو اقداماتو لا س پوري کړي .

خو له بله پلوه ناټو غواړي چي په راتلونکي کي دروسيې سره ګډ کار هم وکړي، مثلا دترهګرۍ سره دمبارزې په لار کي ،يا دهغه دولتونو دتوغونديو دګوزارونو دمخنيوي دپاره چي پرې اعتماد نسي کيدلای، يا له دننه څخه پاشيدلي دولتونه بلل کيږي .

تر هغه وخته چي نور هيوادونه اتومي سلاوي ولري، يا غواړي اتومي سلاوي جوړ کړي ، ناټو هم نسي کولاي چي دخپل اتومي سلاوو څخه صرف نظر وکړي . دغه منطق دسړې جګړي دزماني راهيسي پاته دی ،خو له له بله پلوه څنګه چي دامريکي دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما غواړي ، بايد ديوه داسي نړۍ دمنځ ته راتلو دپاره هڅه وسي چي اتومي سلاوي پکښي نه وي .

همدا شان دناټو په نوې ستراتيژۍ کي به دناټو څخه په دباندي سيمو لکه افغانستان يا بالکان کي دناټو ماموريتونه په راتلونکي کي هم ددغه دفاعي تړون دماموريتونو يوه برخه وي . خو دناټو اوروپايي غړي هيوادونه په دې نظر دي چي ناټو نسي کولای په اصطلا ديوه نړيوال ژاندارم دنده په غاړه واخلي . دامريکي دمتحده ايالتونو ددفاعي چارو پخواني وزيردونالد رومزفلد داغوښتل ،خو اوروپايي ملګري يې پوهيدل چي څنګه ددې کار مخ ونيسي . که چيري ناټو وغواړي چي په نړيواله سويه دپوځي ماموريتونو سر ته رسول خپله دنده وګرځوي، نو په دې کار کي به ناټو هم له سياسي ، هم پوځي او هم مالي پلو ه پاته راسي . په افغانستان کي دناټو ماموريت ددغه حقيقت ښکارندوی بلل کيدای شي .

کلاوس/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري