1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنيس یوجل: نه پوهیږم چې ولې نیول شوی وم؟

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

ترکيه کي له بند څخه تر آزادیدو وروسته ترکي الاصله آلماني ژورنالیست دنیس یوجل، وویل چې هغه له ټولو هغه کسانو څخه مننه کوي چې په یو ډول نه یو ډول یې د هغه په آزادیدو کې رول درلود. دغه ژورنالست د جمعې ماښام برلين ته ورسید.

https://p.dw.com/p/2sqZV
Türkei Freilassung von Deniz Yücel
انځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul

د آلمان پلازمېنې برلين ته تر رسیدلو وروسته د ترکي الاصله آلماني خبریال دنیس یوجل، یو ویډیویې پيغام خپور شو. په ویډیو کې یوجل له دې پرمختګ څخه ډیر خوشحاله ښکاریده، خو تر څنګ یې هغه د تیر یوه کال د ترخو خاطرو یادونه هم وکړه. دنیس یوجل، وویل: «زه تر اوسه په دې نه پوهیږم چې یو کال مخکې زه ولی نیول شوی وم او زه په دې هم نه پوهیږم چې ولی یې آزاد کړم.»

تیره ورځ یوه ترکي محکمې د یوجل د آزادیدو حکم صادر کړ، په داسې حال کې چې څارنوالۍ هغه ته د ۱۸ کاله بند غوښتنه کړې وه. دغه ژورنالیست د ۲۰۱۷ م کال د فبرورۍ په ۱۴ نیټه په ترکیه کې د یوه ترهګریز سازمان له پاره د تیلیغ کولو په تور نیول شوی وو. په داسې حال کې چې په دې موده کې پر هغه جرم نه دی ثابت شوی.

د یوجل په خبره :«زما نیول کیدل او آزادیدل د قانون له حاکميت سره هیڅ ډول ارتباط نه لري. زه خوشحاله یم چې خلاص شوی یم، خو ترخې خاطرې اوس هم باقي پاتی دي.»

ترکي الاصله آلماني ژورنالیست دنیس یوجل په ترکیه کې د آلماني ورځپاڼې «دي ولټ» خبریال دی. په ترکیه کې د هغه تر نیول کیدو وروسته د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځته شوه.

خو د يوجل تر آزادیدو وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابريل وویل: «د یوجل آزادیدل زموږ ټولو له پاره یو ښه خبر دی».

ګابريل د دې ترڅنګ د انقرې له حکومت سره په دې اړوند د کومې معاملې شتون هم رد کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل :«زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د دې آزادیدو په بدل کې هیڅ ډول سازش یا سوداګریزه معاهده نه ده شوې».