1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دهرات د امنیتي خبرو اترو کنفرانس پای ته ورسید

عتیق الله اڅکزی/ هرات۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتویت له لوري د افغانستان د امنیتي وضعیت پر څرنګوالي جوړ شوی دوه ورځنی کانفرنس پای ته ورسید. په دغه کنفرانس کې جگپوړو افغان چارواکو او د ۲۵ هیوادونو استازو گډون درلود.

https://p.dw.com/p/1DMI0
انځور: DW/Hoshang Hasemi

د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت په نوښت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې ۲۷مه) د هرات په تاریخي اختیارالدین کلا (د هرات ارگ) کې د امنیتي خبرو اترو نړیوال کنفرانس تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پېل شو. په دغه کنفرانس کې د لوړ پوړو افغان چارواکو سربیره د ۲۵ بهرنیو هیوادونو سیاسي فعالانو، کارپوهانو، دیپلوماتانو او استازو گډون کړی وو. دا دریم وار دی چې په هرات کې دغه کنفرانس تر سره کیږي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت مشر او د دغه کنفرانس بنسټگر داود مرادیان، په وینا د هرات د امنیتي خبرو اترو کنفرانس دوه اصلي محوره لرل چې یو یې د سیمی د هیوادونو ګډه همکاري او همغږي او بل یې دامنیت د راوستلو په برخه کې ګډه تګلاره وه.

د ښاغلي مرادیان په خبره «هدف دا دی چې د سیمې او ملګرو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو له پاره د اعتماد فضا رامنځته شي او همدا راز ټول باید په ګډه د ښه امنیت تأمینولو له پاره یوه واحده تګلاره غوره کړو.»

په دغه غونډه کې د افغان ولسمشر د امنیتی چارو سلاکار رنگین داد فر سپنتا هم گډون کړی وو. هغه په خپلو څرگندونو کې ترهګري یوه نړیواله پدیده وبلله او پر وړاندې يې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه. سپنتا تر سه شنبې ورځې د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیکیدو خبره هم وک.

د هرات د امنیتي خبرو اترو په کنفرانس کې د۲۵ هیوادونو چارواکو، کارپوهانو گډون کړی وو
د هرات د امنیتي خبرو اترو په کنفرانس کې د۲۵ هیوادونو چارواکو، کارپوهانو گډون کړی ووانځور: DW/A. Motmahin

په دغه غونډه کې د افغانستان د دفاع وزرات ویاند جنرال ظاهر عظیمي هم گډون درلود. د جنرال عظیمي په وینا دغسې کنفرانسونه کولای شي د مهمو شخصیتونو او کارپوهانو نظریات سره راغونډ کړي او په وینا یې دا کولای شي له حکومت او دولت سره د راتلونکو ستراتيژیو او پلانونونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

له بل پلوه د هرات والي سید فضل الله وحیدي وايي، چې یاد کنفرانس ځکه مهم دی چې په خپله د افغانستان دننه پر لار اچول شوی دی او په وینا یې نړیوال به د امنیت په برخه کې خپل د سترګو لیدلی حال وویني او ستونزو ته به د حل لاره چاره ولټوي.

وحیدي، په خپلو څرگندونو کې وویل «که څه هم افغانستان له امنیتي پلوه له ډیرو ستونزو سره مخ دی خو هیله لرو څو د دغسې نړیوالو کنفرانسونو په نتیجه کې به کارپوهان د یادې ستونزي د پای ته رسیدو یوه معقوله طرحه او حل لاره په گوته کړي.»

د امنیتي خبرو اترو په دغه کنفرانس کې زیاتره وخت د بېلابېلو هیوادونو رسمي چارواکي او غیر دولتي شخصیتونه گډون کوي. په دغو هیوادونو کې د هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې، ترکیې، انگلستان او متحده ایالاتو هیوادونو رسمي چارواکي، کارپوهاني، او شخصیتونو شامل دي.