1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه آلماني پيلوټان د څرخی الوتکي په سقوط کي وژل شوي

۱۳۹۶ مرداد ۵, پنجشنبه

دوه آلماني پوځي پیلوټان د مالي هیواد په ختیځه برخه کې د ګاو سیمې ته نزدې، د یوې پوځي څرخۍ الوتکي تر رالویدو وروسته وژل شوي دي. الوتکي د پیښې پر مهال په سمیه کې وضعیت څاره.

https://p.dw.com/p/2hDLA
Kampfhubschrauber Tiger - Truppenübungsplatz in Munster
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

د آلمان د پوځ دغه څرخي الوتکه د چهارشنبې په ورځ د مالي هیواد په ګاو سیمه کې د نامعلومه لاملونه له کبله رالوېدلې ده.

د آلمان پوځ (بوندیس ویر) په یوه بیانیه کې ویلي دي: «په الوتکه کې دوه پوځیان هم سپاره ول چې په پیښه کې وژل شوي دي.»

دغو آلماني پوځیانو په مالي کې د ملګرو ملتونو په یوه سوله ساتې ماموریت کې ونډه لرله. آلمان ویلي دي چې د ملګرو ملتونو ځواکونه اوس د پیښې سیمې ته تللي دي چې د الوتکې د رالویدو په اړه څیړنې وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرهان حق، ویلي دي چې دغې څرخي الوتکې په سیمه کې «تقابلونه څارل» دا نو په دې معنی ده چې دغه سیمه مخکې له دې چې د ملګرو ملتونو په سوله ساتې ماموریت کې ښکیل ځواکونه ورته لاس رسۍ پیدا کړي، پکښې امنيت نه وو.

لومړني معلومات ښيي چې الوتکه د تخنیکي لاملونو له کبله لویدلې، تر اوسه پورې د کوم برید نښانې نه دي ليد شوي.

په مالي کې د آلمان ونډه

اوس مهال په مالي کې ۸۷۵ آلماني سرتیري د ملګرو ملتونو په سوله ساتې ماموریت کې ونډه لري. په دې ماموریت کې ټول ټال ۱۳۰۰۰ سرتیري دي چې هدف یې د مالي ثبات او د یاغیانو او حکومت تر منځ د سولې د تړون ملاتړ دی.

د روان کال په جنوري میاشت کې د آلمان پارلمان په مالي کې د خپل هیواد د سرتیرو د شمیر له زیاتیدو سره موافقه وکړه. له دې سره کیدای شي چې په دې ماموریت کې د آلماني سرتیرو شمیر۱۰۰۰کسانو ته ورسيږي.

آلمان تر هغه وروسته په مالي کې د خپلو ځواکونو د شمیر ډیرولو پریکړه وکړه چې هالند له دې هیواده خپل ځواکونه و ایستل.

د ملګرو ملتونو پر ماموریت سربیره، آلمان همداراز د مالي په سویلي برخه کې ۳۵۰ سرتیري لري چې د اروپايي ټولنې د یوه ماموریت په چوکاټ کې یې دنده د مالي د امنیتي ځواکونو روزل دي.