1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې دوه افغانان په زندان محکوم شول

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د آلمان په کوتن ښار کې دوه افغانان د جسمي صدمې په جرم چې پايله يې مړینه وه، په زندان محکوم شول. اته میاشتې مخکې د زړه په ناروغی یو اخته کس د دغو دوو افغانانو په شخړه کې تر مداخلې وروسته ومړ.

https://p.dw.com/p/3IfZU
Deutschland Urteil im Köthen-Prozess
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

د ایالتي محکمې ویاند د جمعې په ورځ وویل چې د دې پیښې په تړاو یو تورن کس په یوه کال او اته میاشتې او یو بل بیا په یوه کال او پنځو میاشتو زندان محکوم شوي دي. دغه پریکړه لا تر اوسه پورې اجرائي شوې نه ده. د دواړو کسانو مدافع وکیلان د برائت غوښتنه کړې ده.

د محکمې ویاند وویل چې قاضیان دا خبره ثابته شوي بولي چې دغه ځوان پر مړه شوي کس باندې قوي ضربه وارده کړې وه چې له کبله یې هغه پر ځمکه لویدلی وو. د قاضیانو په خبره بل ۱۷ کلن ځوان بیا مړ شوی کس یووار په لغته وهلی وو.

قاضیانو د خپلې پریکړې په توجیه کې ویلي دي چې مړ شوی ۲۲ کلن په طبیعي مرګ له دې نړۍ نه دی تللی، بلکي د دغو دوو ځوانانو د بې احتیاطۍ له کبله پر هغه باندې د واردو شویو ضربو له کبله مړ شوی دی. هغه تر دې مخکې هم د زړه په ناروغۍ اخته وو.

د محکمې ویاند وویل چې د دغه حکم پرمهال په محکمه کې اخلالوونکي غبرګونونه راوپارېدل او د قرباني دوو خپلوانو په لوړ غږ چیغې ووهلي او له خپله ځایه پورته شول او بیا یې د قاضیانو پر لور حرکت وکړ. په دې جریان کې میز هم چپه شوی او له کبله یې د حکم اعلان مختل شوی دی.

د دغو دوو افغان ځوانانو د محکمې بهیر د فيبروري میاشتې په لومړیو کې پیل شو. څیړنې ښيي چې د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې پر اتمه نېټه، مړه شوي کس غوښتل د هغو افغان ځوانانو ترمنځ چې جنگ يې سره کاوه، منځګړيتوب وکړي.

د افغانانو تر منځ دغه نښته د یوې ښځې پرسر وه، چي هغه له چا څخه ميندوارې شوې ده. منځکړی کس د پیښې په سیمه کې د زړه تر سکتې وروسته، په روغتون کې ومړ.

د هغه تر مړینې وروسته، د آلمان په کوتن ښار کې ډیري مظاهرې وشوې چې پکې یو شمیر ښی اړخو افراطیانو هم ونډه لرله.

(ms/nz (epd, AFP, dpa