1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه تلويزيوني چينلونه څارنوالۍ ته معرفي سوي

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه

په افغانستان کي دوه تلویزیوني چینلونه د دغه هيواد نافذو قوانينو ته د سپکاوي په تور لوی څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي دي. خو د دغو شبکو مسئولين دا تورونه ردوي.

https://p.dw.com/p/1677p
انځور: DW

د لوی څارنوالۍ یوې سرچینې نن(۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۲) په کابل کي دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته د نوم د نه اخيستلو په شرط په يوه تليفوني اړيکی کي وویل، چي دغه دوه چینلونه سبا او ستاره دي.

پر دغو چينلونو باندي تور لګول شوی دئ، چي د افغانستان د قوانینو خلاف ئې عمل کړی دئ او هغه خپروني ئې خپرې کړي دي، چي له اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر کي دي.

ویل کیږي دغو دوو رسنیو هغه بهرني سریالانونه او سندري خپرې کړي دي، چي د افغانستان له قوانینو سره په ټکر کي دي. خو د تلويزيونو چارواکي دغه تورونه ردوي.

د سبا تلویزیون د خپرونو مسئول عبدالمقیم عبدالرحیمزی وايي، چي تیره شپه د دولتي تلویزیون له لاري خبر شول چي دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا څارنوالۍ ته ور پیژندل شوي دي.

د هغه په وینا سبا تلويون او د نوا راډیو مسئولینو يوازې د ملي ټلويزيون له لاري پرخپل ځان د ادعا د شتوالي په اړه معلومات ترلاسه کړي دي، او تر اوسه هيڅ رسمي سرچينې په دې اړه دغي ادارې ته خبر نه دى ورکړى.

نوموړی وایي، سبا تلویزیون چي خپل ځان يوه مسلکي او پر اصولو ولاړه رسنۍ بولي د خپرونو تگلاره ئې پر ملي گټو، فرهنگي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو او ليدونکو په غوښتنه برابره شوې ده.

د تلویزیون چارواکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دغه گام د افغانستان له اساسی قانون سره په ټکر کي بولي، او دا د رسنیو د قانون او د بيان د خپلواکۍ پر ضد اقدام گڼي.

په همدې حال کي د ستاره تلویزیون چارواکو هم دا کارغندلی دئ او وایي، چي دوی خپلي ټولي خپروني د افغانستان د نافذو قوانینو په چوکاټ کي تنظیم کړي دي.

په همدې حال کي د رسنیو د چارو مدافع سازمانونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه ګام په هیواد کي پر خپلواکو رسنیو فشار بولي.

په افغانستان کې د جنوبي آسیا د آزادو رسنیو د دفتر( سفما) له لوري هم د حکومت دغه کار غندل شوی دئ. له دغه بنسټ څخه په کابل کي دویچه ویله ته په لېږل شوې وینا پاڼه کي ویل شوي دي، چي د حکومت دا کار د رسنیو د نړیوالو او ټولو ملي قوانینو خلاف کار دئ.

سفما وايي د قانون له مخي عدلي او قضايي ارګانونو ته د رسنیو د تیروتني د دوسیو په نیغه توګه استول جواز نه لري.

د رسنیو خپلواکي د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته د افغان حکومت تر ټولو لویه لاسه ته راوړنه شمیرل کیږي خو په دې ورستیو وختونو کي فشارونه باندي زیات شوي دي.

اوس مهال په افغانستان کي پر لسونو تلویزیوني شبکو سربيره اف ايم راډيويي شبکې او زيات شمېر چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل