1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه تنه ماشوم ځانمرگي بريد کوونکي ونيول سول

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه

د کندهار د ملي امنيت رياست دوه تنه لس کلن ځانمرګي او درې ننه وسله وال مخالفين د وسلو او چاودېدونکو موادو سره يوځاى خبريالانوته وروښوول. ویل شوي دي چي د دغو کسانو په پاکستان کي زده کړې کړي دي.

https://p.dw.com/p/142NH
انځور: DW

دغو کسانو د ياد رياست په انګړ کي د خبريالانو په وړاندي خپلي مخکنۍ کړني ومنلې او زياته ئې کړه چي کندهار ته د کورنيو او باندنيو ځواکونو سره جګړې ته هڅول سوي ول.

د نيول سوو کسانو په لړ کي نصيب الله او عزيزالله دوه تنه لس کلن هلکان هم شامل دي چي نصيب الله ئې د پاکستان د بلوچستان ايالت د پښين په يوه ديني مدرسه کي په زده کړو بوخت وو.

نصيب الله په کندهار کي دويچه ويله پښتو ويبپاني ته وويل چي د خپل استاد له خوا اول چمن او بيا سپين بولدک ولسوالۍ ته را وستل سو او له هغه ځايه د ميوند ولسوالۍ د بند تېمور سيمي ته د ځانمرګي بريد په موخه بيول سوى وو.

د نوموړي په خبره ده ته ويل سوي ول چي ځانمرګى بريد به کوې او ته به وژغورل سې.

«کله چي ئې بند تېمورته راوستلم راته ئې وويل چي کله چي فدايي کوې نو اول به ټکان پرکوې بيا به ځان پرچاودې او خداى به تاته جنت درکړي.»

عزيزالله بيا يوبل تن هلکى دئ چي اصلاً د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز اوسيدونکى دئ. نوموړى يو وار مخکي هم د ځانمرګي بريد کوونکو په ډله کي نيول سوى وو او د ولسمشر حامد کرزي لخوا بخښل سوی وو.

دى هم وايي چي د يوه تن له خوا په ديني مدرسه کي ورته د ځانمرګي بريد تلقين ورکول سوى او ورته ويل سوي ول چي که ته پر بهرنيو ځواکونو باندي ځانمرګى بريد وکړې په تا څه نه کيږي يوازي دي يوه ګوته پرې کيږي.

«په هغه ځاى کي ئې واسکټ راواچاوه او د يوه سړک پرغاړه ئې امريکانو ته کښېنولم، کله چي امريکان راغلل زه وارخطا سوم، دوى راغلل زه ئې ونيولم.»

عزيزالله خپله تيره کيسه کوي او وايي، کله چي د ولسمشر کرزي له خوا وبخښل سو نو په کابل کي د اصلاح په مرکز کي اوسېدی له هغه ځايه د درو نورو کوچينيانو سره په تښته بريالی سو او بيرته پيښور ته ولاړ.

د هغه په خبره يوار بيا د کورنۍ له خوا هغه مدرسې ته واستول سو چي مخکي پکښي د ځانمرگي بريد روزنه ورکول سوې وه او بيا افغانستان ته را ولېږل سو او دلته په کندهار کي بيا ونيول سو.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل