1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه ويشت کلن امريکايي عسکر د محرمو اسنادو د بربنډولو په شک نيول سوی دی

۱۳۸۹ مرداد ۹, شنبه

د افغانستان د جگړې په هکله د لسگونو زرو محرمو اسنادو بربنډونې په نړۍ واله کچه هېښتيا رامنځ ته کړه

https://p.dw.com/p/OYvw
په بربنډو سوؤ اسنادو کي نقشې او انځورونه هم شامله دي
په بربنډو سوؤ اسنادو کي نقشې او انځورونه هم شامله ديانځور: google

هغه 22 کلن امریکايي عسکر چي ورباندي د افغانستان د جگړې په هکله د محرمو اسنادو د خپرولو شک کيږي د کويټ څخه و امريکا ته بېول سوی دی. برېډلي ماننگ نومي دغه عسکر اوس د کوانټيکو مارين نومي عسکري مقر ته بېول سوی دی چيري چي د هغه څخه پوښتنې گروېږنې روانې دي. پنټاگون ويلي چي نوموړی عسکر يې د پنجشنبې يا زيارت په ورځ لا په کويټ کي د کېمپ عارف جان نومي امريکايي عسکري مقر څخه و امریکا ته منتقل کړی ؤ.

پر ماننگ د دې څخه تر مخه لا تورونه لگول سوي وه چي د عراق په جگړه کي يې بعضي حساسه پوځي معلومات و رسنيو ته ورکړي وه. پر نوموړي دا تور هم دی چي د امریکايي څرخي الوتکي لخوا د ولسي خلکو د وژنې هغه ويډيو يې عامه کړې وه چي د 2007 م مېلادي کال په جولای مياشته کي د څرخي الوتکي لخوا فلمبرداري سوې وه. پدغه پېښه کي د رايټرز خبري آژانس د کارکونکو تر څنگ گڼ شمېر نور انسانان هم وژل سوي وه. وروسته دغه ويډيو په تلويزيونونو او انټرنټ کي خپره سوه چي په ترڅ کي يې په عراق کي د امريکايي پوځ پر تگلاره شکونه رامنځ ته سوي وه.

اوس پر ماننگ باندي دا شک هم کيږي چي د افغانستان د جگړې په لسگونو زره اسناد يې و ويکي ليکس ته ورکړي دي. دا پېښه د امريکايي پوځ په تاريخ کي د محرمو اسنادو د بربنډېدلو تر ټولو ستره پېښه بلل کيږي. د اسنادو د بربنډونې دغه عمل د امریکايي پوځ تر څنگ د افغانستان لخوا هم غندل سوی دی. د افغانستان مشرتابه دا وېره څرگنده کړې چي په بربنډ سوؤ اسنادو کي د نومول سوؤ افغانو جاسوسانو نومان ښايي د دغو افغان جاسوسانو لپاره يو ستر گواښ رامنځ ته کړي.

د امريکا ولس مشر باراک اوباما د محرمو اسنادو د بربنډېدو وروسته وويل چي دغه بربنډونه يو ناوړه عمل ؤ. نوموړي زیاته کړه چي په اسنادو کي څه نوې خبره نسته. د جولای په 29 مه نېټه د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرټ گېټس په يوه خبري ناسته کي وويل چي دغه وزارت د بربنډونې د څېړلو لپاره د فډرالي امنيتي ادارې ايف بي آی څخه کومک غوښتی دی. پدغه خبري ناسته کي د متحده ايالتونو لوی درستيز مايک مولن هم گډون کړی ؤ چا چي د ويکي ليکس وېبپاڼې پر بنسټ اېښودونکي جوليان ايسانج باندي سختي نيوکي وکړې. مولن وويل:

« ښاغلی ايسانج چي هر څه و وايي دا حقيقت نه سي پټولای چي کېدلای سي د دغې بربنډونې له وجې د ده لاسونه د بعضو ځوانو امریکايي عسکرو او يا هم د افغانو کورنيو په وينو سره سي.»

د ويکي ليکس وېبپاڼې پر مخ بېوؤنکی جوليان ايسانج يو ژورنالست او سياسي کارکوونکی دی
د ويکي ليکس وېبپاڼې پر مخ بېوؤنکی جوليان ايسانج يو ژورنالست او سياسي کارکوونکی دیانځور: picture alliance/dpa

د سي اين اين تلويزيون سره د خبرو پر وخت جوليان ايسانج د افغانستان د جگړې په هکله به خپله پاڼو کي اسنادو د خپرولو څخه دفاع وکړه. د نيول سوي امريکايي عسکر ماننگ په هکله د ويکي ليکس چلوونکي وويل چي هغه يو سياسي زنداني دی. د جمعې په ورځ ايسانج و سي اين اين تلويزيوني کانال ته د مايک مولن او رابرټ گېټس لخوا د لگولو سوؤ تورونو په هکله وويل:

« د دوی چلند د منلو وړ نه دی. موږ به هيڅکله د چا تر فشار لاندي را نه سو او خپلو خپرونو ته به دوام ورکړو.»

بربنډو سوؤ اسنادو ښودلې چي د افغانستان په جگړه کي د وژل سوؤ ولسي خلکو شمېر تر هغه څخه زیات دی چي ناټو په رسمي توگه منلې وه. دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان حکومت هڅه کوي چي پخپله وينا د منځلارو طالبانو سره خبري پېل کړي. پدې لړ کي د افغانستان حکومت د ملگرو ملتونو څخه هيله کړې چي د ترهگرو د ليسټ څخه د بعضو طالبانو نومان ليري کړي. ملگرو ملتونو ددغه ليسټ څخه د باميانو د پخواني والي محمد اسلام محمدي او په ملگرو ملتونو کي د افغانستان د پخواني استازي عبدالحکيم اورنگ تر څنگ د درو نورو کسانو نومونه له وړاندي لا ليري کړيدي. په نوموړي ليسټ کي لا د 132 کسانو نومان سته چي ورباندي د طالبانو او القايدې سره د اړيکو درلودلو تور لگول کيږي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: نسيم صابر