1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه کښتۍ له ۵۰۰ مهاجرو سره د مدیترانې په اوبو کې سرګردانه دي

۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د «اوسیان ويکينګ» کښتۍ وتوانيده چې ۱۰۵ نور مهاجر هم وژغوري. اوس نو د ژغورنې دوه کښتۍ چې څه باندې۵۰۰ مهاجر په کې سپاره ديپه مديترانې سمندرګي کې په انتظار کې دي چې د دغو مهاجرو د ښکته کولو له پاره يو امن بندر وموندي.

https://p.dw.com/p/3Noor
Seenotrettung "Ocean Viking" rettet weitere Migranten
انځور: Getty Images/AFP/A. Chaon

د «اوسيان ويکينګ» ژغورونکې کښتۍ په ډيرې سختۍ وتوانيده چې په یوې بلې کښتۍ کې سپاره مهاجر له ډوبيدو څخه بچ کړي. اوسيان ويکينګ د ليبيا ساحل څخه ۴۰ مايله لرې په داسې حال کې دغه مهاجر وژغورل چې کښتۍ يې د ډوبيدو په حال کې وه. ژغورل شوي کسان ټول نارينه او ډیری یې سوډانيان دي. په دې ډله کې ۲۹ تنه تر اتلسو کلونو د کم عمر لرونکي کسان هم شامل دي.

دا د اوسيان ویکينګ کښتۍ څلورم عمليات دی. اوس دغې کښتۍ ته د پورته شویو مهاجرو شمير ۳۵۶ ته رسيدلی، په داسې حال کې چې دغه کښتۍ په اصل کې د ۲۰۰ کسانو ظرفيت لري. اوسيان ويکينګ اوس په مديترانې سمندرګي کې د انتظار په حا ل کې ده او هڅه کوي چې د دغو مهاجرو د ښکته کولو له پاره يو امن بندر وموندي.

د دغې کښتۍ چارې دوه مرستندويه سازمانونه، «اس او اس مديترانه» او بې پولې داکتران په ګډه پر مخ وړي.

د «اوپن آرمز» کښتۍ له لسو ورځو راهيسې په انتظار کې ده

د مالتا چارواکو چې د اوسيان ويکينګ کښتۍ ورسره د عمليات له پيل څخه دمخه اړيکه نيوله وه، اجازه نه وه ورکړې چې مهاجر يې په خاوره کې کوز شي. خو په عين وخت کې دغه هيواد د شنبې په ورځ وويل چې د يوې بلې کښتۍ «اوپن آرمز» ۳۹ مهاجر مني. په دغې کښتۍ کې اوس مهال ۱۵۰ تنه ژغورل شوي مهاجر سپاره دي چې د لسو ورځو راهيسې د انتظار په حال کې دي.

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني چې د ښي اړخي ليګا ګوند غړی دی او د مهاجرو ضد سياست تعقيبوي، يو ځل بيا ګواښ کړی او ویلي یې دي: «د ايټاليا د اوبو حريم ته د دواړو کښتيو داخليدل په مطلقه توګه ممنوع دی.»

اوس داسې هيلې موجودي دي چې د ژغورل شویو مهاجرو دغه دوه کښتۍ به وشي کړای د فرانسې، هسپانيا او يا ناروې هيواد په بندرونو کې مهاجر کوز کړي.

ks/ms (afp, ap, dpa)