1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو افغان میرمنو د نړیوالې جایزې تر لاسه کړي

خلیل الرحمان امید۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه

د آلمان او فرانسې هیوادونو له خوا دغه جایزې د فرهنګ او ژورنالیزم په برخو کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې امنه حسیني او شریفه دانش ته وسپارل شوې.

https://p.dw.com/p/1BMDf
امنه حسیي
امنه حسیيانځور: DW/N. Behzad

د مارچ اتمه نیټه چې د ښځو نړیواله ورځ ده په افغانستان کې دوو میرمنو ته د نړیوالو جایزو په ورکولو سره ولمانځل شوه.

امنه حسیني او شریفه دانش هغه دوه افغان میرمنې دي چې یوې د ژورنالیزم او بلې هم د فرهنګي هڅو په پایله کې د فرانسې او آلمان هیوادونو له خوا جایزې وګټلې.

دغه جایزې چې د سرو زرو په کارونې ورباندې د (زن) یا ښځه کلمه لیکل شوې یوه د بامیان ولایت تصویر اخستونکې آمینې حسیني، او بله هم فرهنګپالې شریفې دانش، ته چې سلګونه ادبې ټوټې او شعرونه یې لیکلي دي ورکړل شوې.

په افغانستان کې د آلمان سفیر مارتین جاجر، په دغو مراسمو کې وویل چې دا کال تغیر ته د الهام ورکولو دی او زیاته یې کړه چې له افغان دولت سره به په ګډه د ښځو پر وړاندې د پرتو ستونزو د له منځه وړلو له پاره کار وکړي. هغه وویل چې د موسیقي او فرهنګ په برخه کې هم ښځو د پام وړ پرمختګ کړی. په ورته وخت کې په افغانستان کې د فرانسې سفیر ژان میشل مارلود، وویل چې د ښځو د پرمختګ په برخه کې به له افغانستان سره ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر، په یادو مراسیمو کې وویل چې یوه میاشت وروسته به افغانان په ولسمشریزو ټاکنو گې گډون وکړي. هغې له افغان میرمنو څخه غوښتنه وکړه چې خپله رایه وکاروي ترڅو د درغلیو مخه ونیول شي: «که تاسو ونډه وا نه خلي، نو تیرو ټاکنو هم وښوله چې د ښځو په نوم د رایو صندوقونه ډک شول [...] په ټاکنو کې د گډون له لارې تاسو د درغلیو مخه نیولای شئ.»

سمر دا جایزې د ښځو د هڅونې له پاره یوه ښه لار وبلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به نورې ښځې هم په بیلابیلو برخو کې کاري ډګر ته زړه ښه کړي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر، په دغو مراسمو کې وویل چې افغان میرمنو په تیرو دولسو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي خو لا هم له ګڼ شمیر ناخوالو سره لاس او ګریوان دي: «دا د ویاړ ځای دی چې هغه ښځې چې دولس کاله مخکې له بورکې برته له کوره نه شوای وتلای اوس نړیوالې جایزې ترلاسه کوي، جنرالانې، ډاکټرانې، انجنرانې او وزیرانې دي. خو موږ اوس هم ستونزې لرو.»

په افغانستان کې دا ښځې په داسې حال کې ستایل کیږي چې لا هم د افغان میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب