په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

د افغانستان دننه بې ځایه شوي کسان په نسبي توګه د امنو او د اوسیدو وړ سیمو په لټه کې دي. پر جګړې سربیره وچکالي هم د دې سبب شوې ده چې ډیر شمیر خلک د افغانستان دننه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شي او په نسبي توګه ارامه سیمو ته وتښتي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې په وروستیو کې د جګړو او وچکالۍ له کبله د بې ځایه شوو کسانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. دوی د افغانستان له بیلا بیلو سیمو دې ځای ته رسیدلي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

دغه بې ځایه شوي کسان چې د هرات ښار په ختیځه سیمه کې یي خپلي خیمې درولي دي او ورځې او شپې په کې سبا کوي، د حکومت د نه پاملرني او د ژوندانه د لومړنیو امکاناتو د نه شتون له کبله شکایت کوي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

هغوی وایي چې د مهاجرینو ریاست او بهرنیو موسسو نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې آن ځینې بې ځایه شوي کسان خپلو ماشومانو پلورولو ته زړه ښه کړي او له دې کبله د ژوندانه لګښتونه پوره کړي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

د فاریاب ولایت، د غورماچ ولسوالۍ اوسیدونکی علي محمد وایي: «د نا امنۍ او وچکالۍ له کبله مو کور او کلی پریښود او هرات ته راغلو. اوس په شیدایي کمپ کې ژوند کوو. له بده مرغه د مهاجرو ریاست او نورو موسسو هغه ډول چې لازم وو له موږ سره مرسته نه ده کړي. ډوډۍ او د اغوستو له پاره څه نه لرو او نه هم د سوند توکي. دا ټول د دې سبب شول چې یو شمیر مهاجر خپل ماشومان وپلوري او له دې کبله د ژوندانه ستونزې لیرې کړي.»

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

عبدالملوک یو بل بې ځایه شوی کس دی چې اصلا د بادغیس ولایت اوسیدونکی دی او د هرات د مهاجرو په شیدایي کمپ کې اوسیږي. هغه وایي چې سړه هوا او د سر پناه نه لرل د دې لامل شوي چې ماشومان یي پر بیلا بیلو ناروغیو اخته شي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

د افغانستان دننه یو شمیر بې ځایه شوي کسان وایي چې د دولت او د نړیوالو موسسو نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې څو وارې ګاونډي هیواد ایران ته ولاړ شي او د مزودورۍ له لارې د ژوندان لګښتونه پوره کړي. خو د ایران د پولي واحد تومان او په دغه هیواد کې وروستي تحولات د دې لامل شول چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

عبدالاحد د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ بل اوسیدونکی دی، چې د هرات ښار په څنډه کې پروت دغه کمپ ته کډه شوی. هغه د ۱۲ کسیزي کورنۍ سرپرست دی او وایي چې دوې شپې کیږي چې آن د خوړو له پاره ډوډۍ نه لري. هغه زیاتوي: «که چیرې دولت زموږ وضعیت ته توجه و نه کړي، ځان وژنه به وکړي.»

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

دغه بې ځایه شوي کسان د امنیتي ځواکونو له بد چلن څخه هم شکایت کوي او وایي چې تر اوسه څو واري د امنیتي ځواکونو له لوري وهل شوي. د هرات والي محمد آصف رحیمي، هرات د بې ځایه شوو کسانو ورتلل یوه لویه ټولنیزه ننګونه بولي. د هغه په خبره اړوندې دولتي ادارې په دې هڅه کې دي چې د جګړې او وچکالۍ واقعي متضرره شوي کسان په نښه کړي او هغوی ته د مرستو رسولو او خپلو ټاټوبو ته ورګرځیدو زمینه برابره کړي.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

د هرات د مهاجرو او بیا راستنیدو چارو رئیس احمد جاوید نادم، وایي چې د تیرو درو میاشتو په جریان کې د بادغیس، فاریاب او غور ولایتونو تر لسو زور زیات اوسیدونکي له نا امنیو او وچکالۍ څخه هرات ته کډه شوي دي. د هغه په خبره تر اوسه د داخلي بې ځایه شوو ۴۵۰۰ کورنیو سره د کورنۍ په سر شپږ زره افغانۍ مرسته شوې ده او دا لړۍ ادامه لري.

په هرات کې د بې ځایه شوو کسانو د اندیښنې وړ وضعیت

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر د رپوټ له مخې، شا او خوا دوه میلیونه افغانان له وچکالۍ څخه اغیزمن شوي دي او له هغوی سره د مرستو له پاره ۱۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. پر وچکالۍ سربیره د افغانستان په مرکزي سیمو کې د جګړې د زیاتیدو له کبله د روزګان او غزني ولایتونو څخه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو