«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

په پېښور کي يوه په بلي پسې سېنما بنديږي او له ودانيو څخه په دکانونو مشتمله تجارتي ودانۍ يا پلازاوي جوړيږي. نه يوازي دا چي ايالتي حکومت د شته سېنماوو د بندېدو په مخنيوي کي پاته راغلی، بلکي هلته نوي سېنماوي هم نه دي جوړي سوي.

«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

سېنماوي په داسي حال کي په کمرشل يا تجارتي ودانيو اړول کيږي چي د نافذ قانون له مخي هغه مځکي يا پلاټونه چي د تفريحي مقاصدو له پاره ځانګړي سوي وي، له هغو څخه له تفريح علاوه بل ډول تجارتي ګټه اخيستل منع ده. خو پر هغه سربيره د پېښور له ۱۶ سينماؤ څخه د ۱۰ يې ودانۍ په تجارتي مارکېټونو بدلي سوي دي. پاته ۶ سېنماوي هم ډيري فعالي نه دي.

«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

ژورناليست احتشام طورو وايي: «په دې کي هيڅ شک نه سته چي ترهګرۍ د سېنماوو په ختمولو کي لويه برخه لرلې، خو په دې ترڅ کي حکومت هم دغه صنعت ته توجه نه ده کړې. حکومت پر سېنماوو زياتي ماليې ولګولې او د سېنما د مالکانو او د فلمونو د پرډيوسرانو او اړونده نورو کسانو هيڅ خبره يې نه ومنله. د دې تر څنګ سي ډي ډرامو او کېبلي تلويزيون هم د سېنماوو اهميت کم کړ او اوس خلک په کورونو کې د خپلي خوښي فلم ګوري.»

«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

احتشام طورو زياتوي چي په خيبر پښتونخوا کي د سينما د ناکامۍ يوه بله وجه د غېرمعياري پښتو فلمونو جوړول هم دي. د دغه ژورناليست په وينا زيات فلم جوړونکي اوس په کم لګښت خو د زياتي ګټي له پاره فلمونه جوړوي او معيار يې له پامه غورځولی دی. د دغه ژورناليست په وينا پښتو فلم جوړونکي اوس هم هغه د کلاشنکوف کلچر سره تړلي فلمونه جوړوي چي اوس پکښي اکثره خلک نوره دلچسپي نه لري.

«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

د طورو په وينا پخوا په خيبر پښتونخوا کي۶۰ سېنماوي وې خو اوس په ټول ايالت کي ۱۰ پاته دي او نوري ټولې تړل سوي دي. هغه زياتوي: «د سينما مالکانو او حکومت تر منځ د اړين تفاهم د نه رامنځ ته کېدو له کبله د سينما کلتور له منځه ولاړ او په دې توګه خلک له دغه ارزانې تفريح څخه بې برخي کړل سول.»

«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

نه يوازي په پېښور، بلکي د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کي هم د سېنما له ودانيو څخه پلازاوي جوړي سوي دي. په دغه وخت کي پر سي ډي کاپي سوي ډرامې او فلمونو زيات سول او په دې برخه کي د سلهاؤ لکو روپو پانګونه وسوه. د غير مسلکي کسانو غېر معياري، د کلتور او دودونو سره په ټکر کي ډرامې او فلمونه د دې سکتور د تباهۍ لامل سوي دي.

«غيرمعياري پښتو فلمونه د سېنما د بحران لوی لامل دي»

پر ټولو ستونزو سربيره اوس هم په پاتو سېنماوو کي په باقاعده توګه سره پښتو فلمونه نندارې ته وړاندي کيږي. په پاکستان کي تر نورو ټولو ژبو په پښتو کي زيات فلمونه جوړيږي او دغه فلمونه د نورو ژبو ويونکی هم ګوري. له همدې کبله پر دغو فلمونو زياته پانګونه کيږي. په پاکستان کي جوړېدنکي پښتو فلمونه په افغانستان کي هم ليدونکي لري. ليکونکی: فريدالله خان، پېښور

اوډيو واورئ 07:00
اوس په ژندۍ بڼه
07:00 دقيقې
ټولنه | 17.09.2018

په کراچي کي افغان مهاجرو ته تابعيت ورکول کيږي؟

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو